اته اویا کسه ځوانان د لويې څارنوالۍ په مسلکې بستونو کې پردندو وګمارل شول
دغه کسان په هغې غونډه چې د روان کال د کب د میاشتې په لسمه نیټه په همدې موخه د دارالان څیرمه د لويې څارنوالۍ په انګړ کې جوړه شوې وه. د لويې څارنوالۍ سرپرست لوی څارنوال څارنپوه نورحبیب "جلال" په ګډون سربیره په عسکري چارو کې د لويي څارنولۍ مرستیال، د دې ادارې مرکزي رییسان او یو شمیر کار کوونکو هم ګډون درلود.
د لويي څارنووالۍ په اډانه کې یاد تازه دمې ګمارل شوې ځوان څارنوالان د اصلاحاتو او سموونې د طرحې پر بنسټ پر دندو ګمارل شوي. چې نوموړې ګمارنه د حقوقو او شرعیاتو پو هنځیو څخه د فراغت، ستاژ دورې او کارې تجروبې په پام کې نیولو سره تر سره شوي.
د افغانستان داسلامي جمهوري دولت سرپرست لوی څارنوال څارنپوه نور حبیب جلال په دغه ناسته کې دې اشخاصو ته داشارې په ترڅ کې وویل: "موږ هیله مند یو هغه ځوانان چې په لويه څارنوالۍ کې ګمارل کیږې خپلو دندو، خلکو او هیواد ته ژمن واوسې، لويه څارنوالي اداره، د ادارې فساد پر وړاندې په مبارزه کې د لومړیتوبونو له جملې څخه ده. د دې کرغېړنې پدېدې پر وړاندې موږ باید تر پخوا خپلې هڅې لا کړندۍ کړو.
ښاغلي "جلال" د کارکوونکو د ظرفیت جوړونې پر لوړوالې ټېڼګار وکړ. د لويې څارنوالۍ کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې د خپلې پوهې د کچې د لوړولو له پاره د خپلو همکارانو د تجروبو څخه ګته واخلې. نوموړي زیاته کړه، "څوک چې لويې څارنوالۍ ته راځې، د عدالت تامین له پاره مراجعه کوي. دا بیا زموږ مسوولیت دي چې قانون پلې او عدالت تامین کړو."
دیادولو وړ ده چې د څارنوالۍ په مسلکې برخو کې په دې کچه د ځوانانو ګمارل یو بې ساری اقدام دي. د نوې او ځوان ځواک د ګمارنې او جذب، د دې ادارې د اصلاحاتو او سموونو د بهیر یوه برخه ده.
"
