اته اویا کسه ځوانان د لويې څارنوالۍ په مسلکې بستونو کې پردندو وګمارل شول

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۴/۱۲/۱۰ - ۸:۳۹
ago

 

دغه کسان په هغې غونډه  چې د روان کال د کب د میاشتې په لسمه نیټه  په همدې موخه د دارالان څیرمه د لويې څارنوالۍ په انګړ کې  جوړه شوې وه. د لويې څارنوالۍ سرپرست لوی څارنوال څارنپوه  نورحبیب "جلال"  په ګډون سربیره  په عسکري چارو کې د لويي څارنولۍ مرستیال، د دې ادارې مرکزي رییسان  او یو شمیر کار کوونکو هم ګډون درلود.

د لويي  څارنووالۍ په اډانه کې یاد تازه دمې ګمارل شوې ځوان څارنوالان د اصلاحاتو او سموونې د طرحې پر بنسټ پر دندو ګمارل شوي. چې نوموړې ګمارنه د حقوقو او شرعیاتو  پو هنځیو څخه  د فراغت، ستاژ  دورې او کارې تجروبې په پام کې نیولو سره تر سره شوي.

د افغانستان داسلامي جمهوري دولت سرپرست لوی څارنوال څارنپوه  نور حبیب جلال په دغه ناسته کې دې اشخاصو ته داشارې په ترڅ کې وویل: "موږ هیله مند یو هغه ځوانان چې په لويه  څارنوالۍ کې ګمارل کیږې خپلو دندو، خلکو او هیواد ته ژمن واوسې، لويه څارنوالي اداره، د ادارې فساد پر وړاندې په مبارزه کې د لومړیتوبونو له جملې څخه ده. د دې  کرغېړنې پدېدې پر وړاندې موږ باید تر پخوا خپلې هڅې لا  کړندۍ کړو.

ښاغلي "جلال" د کارکوونکو د ظرفیت جوړونې پر لوړوالې ټېڼګار وکړ. د لويې څارنوالۍ کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې د خپلې پوهې د کچې د لوړولو له پاره د خپلو همکارانو د تجروبو څخه ګته واخلې. نوموړي زیاته کړه، "څوک چې لويې څارنوالۍ ته راځې، د عدالت تامین له پاره مراجعه کوي. دا بیا زموږ مسوولیت دي چې قانون پلې او عدالت تامین کړو."

دیادولو وړ ده چې د څارنوالۍ په مسلکې برخو کې په دې کچه  د ځوانانو ګمارل یو بې ساری اقدام دي. د نوې او ځوان  ځواک د ګمارنې او جذب، د دې ادارې د اصلاحاتو او سموونو د بهیر یوه برخه ده.

"

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS