د لوی څارنوالۍ عالي شورا غونډه د هیواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي تر مشرۍ لاندی ترسره شوه

hdsadmin
جمعه ۱۳۹۶/۲/۱۵ - ۸:۳۹
ago

 

غونډه نن د ۱۳۹۵ کال کب د میاشتی په ۸ نیټه د لوی څارنوالۍ د معاونانو او عالي شورا غړو په حضور کی ترسره شوه. د دی غونډی په پیل کی  د  هغه مخابراتي وسایلو چې  د تالاشي په جریان کی د بندیانو څخه لاس ته راځي  په اړه د محبسونو او توقیف ځایونو عمومي ریاست وړاندیز تر بحث لاندی ونیول شو.

عالي شورا د تدقیق او مطالعاتو ریاست ته دنده وسپارله چې  وړاندیز شوی متن دی د محبس او توقیف ځایونو قانون په پام کی نیولو سره د یاد ریاست د چارو د بهبود لپاره ترتیب کړي. د لوی څارنوالۍ  عالي شورا د پریکړی پر اساس د محبس او توقیف ځایونو عمومي ریاست باید پخپله د عالي شورا غونډه ترسره کړي او پدی اړه دی پریکړه وکړي.

د غونډې په بله برخه کی د محبوسینو او محجوزینو د ورستي قضیو په اړه بحث ترسره شو. د احکامو د تنفیذ څارنوالۍ  ریاست وړاندیز پر اساس د محبسونو امریت د جمهوري ریاست دعفوی او تخفیف د فرمانونو صادریدو څخه ورسته بی تفاوته  کړي او په وخت یې  د فرمان د تطبیق کمیسیون سره همکاري نده کړې .

عالي شورا پدی اړه  پریکړه وکړه چې  د عسکري، ملکي او ملي امنیت څارنوالیو استازو په شمول دی د تدقیق او مطالعاتو ریاست تر مشری لاندی یوه کميټه جوړه شي. یاده  کمیټه به موظفه وي چې   تنظیم شوي   حل لارې د تحقیق وروسته د عالي شورا تصویب لپاره ولیږي.

د غونډې  په پای کی د مخدره توکو شکمنو د قضیو په اړه چې  قضیې  یې  وروستي پړاو ته رسیدلي د کابل ولایت استیناف څارنوالۍ ریاست وړاندیز په اړه بحث او خبرې  وشوې . په وړاندیز کی یادونه شوی چې  ځینی زندانیانو د حبس موده بشپړه کړي ولی د ازادی لپاره د ضمانت د ورکولو څخه ډډه کوي.

عالي شورا پریکړه وکړه چې  په راتلونکي غونډه کی دی د ولایت استیناف رییس پدی اړه معلومات وړاندی کړي تر څو پدی اړه دقیق تصمیم ونیول شي. 

"

تازه‌ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ برگزار شد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، از کارمندان این اداره آزمون را در بخش‌های مباحث نهم و دهم معاملات و بخش نخست سیرت‌النبیﷺ برگزار کرد...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

مراسم معرفی لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام، با حضور مسؤولان امارت اسلامی افغانستان، برگزار گردید. این برنامه روز دوشنبه ۲۴ ربیع‌الاول سال ۱۴۴۸ هـ.ق (۱۶ سنبله سال ۱۴۰۵هـ.ش) در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها