د اداري فساد زیانونه د تروریستي پېښو له زیانونو کم نه دي

hdsadmin
پنجشنبه ۱۳۹۶/۵/۱۹ - ۸:۳۹
ago

 

د افغانستان په امنیتي او دفاعي سکتور کې له اداري فساد سره د ګډ‌ې مبارزې درې ورځني کنفرانس د دویمې ورځې غونډه په کانتینتال هوټل کې ترسره شوه. په یاد کنفرانس کې د لوی څارنوال د عسکري چارو مرستیال ‌‌ډګر جنرال عبدالفتاح عزیزي وویل، چې د اداري فساد زیانونه د تروریستي پېښو له زیانونو کم نه دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه کنفرانس یوه موخه په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اداري فساد له منځه وړل دي.

ښاغلي عزيزي په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې اداري فساد ناوړه پدیده وبلله او زیاته يې کړه، چې په جګړه ييزو عملیاتو کې فساد د جګړې په ډګر کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په روحیه منفي اغېز کوي.

د دغه کنفرانس په دویمه ورځ کې ګډونوال په پنځه ډلو ووېشل شول، چې په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اداري فساد لاملونه په ګوته کړي او مناسبې حل لارې وړاندې کړي.

ټاکل شوې ده، چې سبا د یاد کنفرانس په درېیمه ورځ کې د تشکیلاتي، کادري، تدارکاتي، مالي او د بېلابېلو لوژیستیکي عینیاتو د اکمال او توزېع د کړنلارې د سمون په موخه بحث ترسره شي.

تازه‌ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها