لویې څارنوالۍ د دغې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۱۰/۱۲ - ۱۵:۵۱
50

لویې څارنوالۍ د دغې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د مسلکي زده کړو په انستېتیوت کې د ۱۳۹۶ کال د مرغومي پر ۱۲ د ښه سلوک او چلند په نامه دوه ورځنی روزنیز پروګرام پيل کړ.

د دغه روزنیز پروګرام په پرانیسته کې د بشري سرچینو رئیس محمد ناصر همت او د ظرفیت لوړونې آمریت مسوولانو ګډون کړی و.

د نوموړي پروګرام په پرانیسته کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلي محمد ناصر همت وویل، چې له دې لارې به د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته له مراجعینو سره د ښه چلند اصول ورزده شي.

ښاغلي همت زیاته کړه: «موږ د لويې څارنوالۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په هڅه کې یو، موږ به تر مرکزي ادارې وروسته زونونو او بیا د لويې څارنوالۍ ولایتي څانګو ته ورته روزنیز پروګرامونه وغځوو.»

په نوموړي پروګرام کې د لویې څارنوالۍ مرکزي ادارې ۲۶ کارکوونکو ګډون کړی او د اداري اصولو د زده کړې او له مراجعینو سره د ښه چلند کولو په برخه کې روزنه ترلاسه کوي.

د یادونې وړ ده، چې لويې څارنوالۍ په ۱۳۹۷ مالي کال کې د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او مهارتونو د لوړاوي په موخه څه باندې ۱۱۲ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

تازه‌ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

برگزاری برنامهٔ آموزشی پیرامون اهمیت و جایگاه وقت از دیدگاه دین مبین اسلام

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، به‌منظور ارتقای آگاهی دینی و تقویت فرهنگ استفاده مؤثر از وقت، برنامهٔ آموزشی تحت عنوان «اهمیت و جایگاه. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها