د څارنوال مجلې او جریدې د کتنپلاوي غونډه وشوه

hdsadmin
پنجشنبه ۱۳۹۶/۸/۴ - ۱۳:۴۲
221

د څارنوال مجلې او جريدې د کتنپلاوي غونډه د روان کال د لړم پر درېيمه ترسره شوه.

په نوموړې غونډه کې د لويې څارنوالۍ د عدلي او تعقیبي چارو مرستیال غلام حیدر علامه او د څارنوال مجلې او جریدې کتنپلاوي ګډون کړی وو.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان د څارنوالانو څلورم سرتاسري کنفرانس کتاب چې څه موده پخوا چاپ شو، وارزاوه او زیاته یې کړه، چې د لويې څارنوالۍ چاپي خپرونې مخ پر معیاري کېدو دي.

د دې غونډې ګډونوالو په امنیتي او دفاعي سکتور کې له اداري فساد سره د مبارزې ګډ کنفرانس د کتاب چارې بشپړې وبللې او ټینګار يې وکړ، چې هره خپرونه باید تر پخوانۍ خپرونې ښه واوسي.

د یادونې وړ ده، چې په امنیتي او دفاعي سکتور کې له اداري فساد سره د مبارزې درې ورځنی ګډ کنفرانس څه موده پخوا ترسره شوه، چې اوس يې د ګډونوالو وینا په کتابي بڼه خپرېږي.

تازه‌ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ برگزار شد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، از کارمندان این اداره آزمون را در بخش‌های مباحث نهم و دهم معاملات و بخش نخست سیرت‌النبیﷺ برگزار کرد...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

مراسم معرفی لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام، با حضور مسؤولان امارت اسلامی افغانستان، برگزار گردید. این برنامه روز دوشنبه ۲۴ ربیع‌الاول سال ۱۴۴۸ هـ.ق (۱۶ سنبله سال ۱۴۰۵هـ.ش) در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها