په لویه څارنوالۍ کې د مسلکي بستونو ازموینه واخیستل شوه

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۴/۵ - ۱۶:۵۱
8

دغه ازموینه د هېواد د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حميدي، مرستیالانو او د دې ادارې د ځینو رئیسانو په حضور کې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ پر پنځمه د لویې څارنوالۍ د دارالامان په ودانۍ کې واخیستل شوه.

دغه مسلکي بستونو ته ۸۸۷ تنو نارینه او ښځینه وو نوملیکنه کړې وه، چې د لویې څارنوالۍ د واک او د تشکیل قانون له مخې یواځې ۴۴۴ کسان په شرایطو برابر و او له دې جملې څخه په یاده شوې پروسه کې شا او خوا ۴۰۰ کسانو په ازموینه کې ګډون کړی و.

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د یادې شوې پروسې د روڼوالي په اړه ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه چې هیڅ بریالی به نابریالی او همدارنګه هېڅ نابریالی به بریالی نشي. ښاغلي حمیدي زیاته کړه:«موږ په دغه پروسه کې د روڼوالي او عدالت ټینګښت ته ژمن یو.»

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي همداراز ټینګار وکړ چې لویه څارنوالي په هېواد کې  عدالت پراختیا او ښې حکومتولۍ ته ژمنه ده. د ښاغلي حمیدي په خبره په دغه برخه کې د مسلکي، ژمنو، ځوانو او باظرفیته خلکو ګومارنه مهم رول لري.

په ورته مهال کې د لويې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون هم د دغه آزموینې ګډونوالو ته د یادې شوې پروسې د روڼوالي په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه:«د دغه ازموینې پوښتنې د ځانګړې کمېټې لخوا په پښتو او دري ژبو ترتیب شوي دي. د ازموینپاڼو د ارزونو کمېټه کې به د یادې شوې پروسې درې تنه ګډونوال د نورو ګډونوالو په نمایندګۍ سره د نمرو ورکولو څخه لیدنه کوي.»

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې یوه بله کمېټه هم د ازموینې د ګډونوالو د شکایت اورېدنې په موخه ټاکل شوی ده، چې د پایلو د اعلان وروسته به د دوی شکایتونو ته په ځیرکۍ او جدي توګه لاسرسی کوي.

د لویې څارنوالۍ د بشري سرچينو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت د خبرو پر بنسټ، د ازموینپاڼوله کتنې وروسته به، له دغه ګډونوالو څخه ۷۰ تنه په ولایتنو او لس نور به په مرکز کې د څارنوالانو په توګه وګومارل شي.

له بلې خوا د یادې شوې ازموینې ګډونوالو د لویې څارنوالۍ د مسؤولانو څخه مننه وکړه او د دې تر څنګ یې په یاده شوې پروسه کې د ازموینې پر روڼوالي، کتنې او ښه چلند رضایت ښودلی دی.

د یادې شوې ازموینې یوې ګډونوالې مژګان بنی هاشم د دغه ازموینې پوښتنې مسلکي وبللې او د دې تر څنګ یې د ازموینې روڼوالی او د مسؤولینو چلن د قناعت وړ وباله.

تازه‌ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۵
Background image

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام، امتحان مسائل دینی را برگزار کرد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، امتحان نصاب ریاست عمومی دعوت و ارشاد را از کارمندان مسلکی و اداری این اداره اخذ کرد...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۹:۳۷
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام و رئیس کمیتهٔ انتقال زندانیان اتباع افغان خارج از کشور با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام و رئیس کمیتهٔ انتقال زندانیان اتباع افغان خارج از کشور با سفیر ایران در کابل دیدار کرد محترم الحاج مولوی شمس الدین شریعتی لوی رئیس نظارت و تعقیب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

افتتاح تانک تیل با ظرفیت ۸۰ هزار لیتر در تعمیر دارالامان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام

لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، با تکمیل و بهره برداری پروژه تانک تیل در تعمیر دارالامان این اداره، نیازهای ترانسپورتی وسایط اداره را به شکل معیاری برآورده ساخته است. در. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها