لوی څارنوال: د پذیرش او معلوماتو مرکز په جوړولو سره د خلکو او ادارې تر منځ مستقیمې، ژوندۍ او بې واسطې اړېکې ټینګوو

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۳/۹ - ۱۵:۵۱
38

خبري اعلامیه

 لوی څارنوال: د پذیرش او معلوماتو مرکز په جوړولو سره د خلکو او ادارې تر منځ مستقیمې، ژوندۍ او بې واسطې اړېکې ټینګوو

د لویې څارنوالۍ دپذیرش او معلوماتو مرکز او جومات پرانیستغونډه د ۱۳۹۷ کال د غبرګولې پر نهمه د یاد شوي مرکز په ودانۍ چې دارالامان کې موقعیت لري جوړه شوه، په یاده شوې غونډه کې د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني، د افغانستان د علماوو د سراسري شورا رئیس قیام الدین کشاف، د شکایتونو د اورېدنې کمیسیون غړي عبیدالله بارکزي، د اطلاعاتو څارنې ته د لاسرسۍ کمیسیون غړي عطا الله یاري، د لويې څارنوالۍ مرستیالانو، د مدني بنسټونو غړو او خبریالانو ګډون کړی و.

د یاد شوی مرکز د جوړونې موخه د لویې څارنوالۍمراجیعینو ته د غوره خدمتونو وړاند‎ې کول او په کارونو کې روڼوالۍ ګڼل کیږي. همداراز د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو او مراجعینو تر منځ د ارتباطي او مدیریتي اغېزناک سیستم ټینګښت د یاد شوي مرکز دنده او مسؤولیت ګڼل کیږي. د لویې څارنوالۍ له مراجیعینو سره په عزت او کرامت سره چلند دپذیرش او معلوماتو مرکز له مهمو او اساسي دندو اولومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په خپلو خبرو کې د خلکو چوپړتیا ته په اشارې سره وویل:«زموږ اصلي دنده د عدالت ټینګښت او د ارزښتناکه عدلي خدمتونو وړاندې کول دي چې په دې برخه کې لومړۍ هڅه د لویې څارنوالۍ له مراجیعینو سره په عزت او کرامت چلند او همداراز دوی ته د معلوماتو وړاندې کونه او د نورو اسانتیا را منځ ته کول بلل کیږي.»

ښاغلي حمیدي دپذیرش او معلوماتو مرکز کې د یو جومات جوړونې ته په اشارې سره زیاته کړه: « په یو ځای کې دپذیرش مرکز او جومات جوړونه کې یوه غټه موخه نغښتې ده. د دغه ودانۍ لومړی پوړ د خدای د مخلوقاتو د خدمت او دوهم پوړ د خالق د عبادت لپاره جوړ شوی دی. جومات د پرهیزګارۍ او تقوا جوړونې ځای دی؛ نه یوازې د خالق د عبادت ځای دی بلکې په دې ځای کی انسان له خپل رب سره د یوې انګېزې او ژمنې له مخې، د خدای د مخلوقاتو خدمت ته چمتو کیږي. زما همکاران د دې جومات په اجر او ثواب کې شریک دی ځکه چې هر ځل چې ما د دوی دفترو ته د دوی د لیدنې لپاره مراجعه کړې، د دوی لومړی وړانديز د یو جومات جوړونه وه، نو له همدې امله له دوی څخه ډېره مننه کوم.»

یاد شوی جومات د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو او مراجېعینو لپاره جوړ شوی دی چې په یو وخت کې ۳۵۰ کسان ځایولای شي. پر یاد شوي جومات درې میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍلګښت شوی دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ د انکشافي بوديجې څخه ورته ځانګړې شوې وې.

ښاغلي حمیدي د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاته کړه چې د یاد شوي مرکز څخه په استفادې سره کولای شو د لویې څارنوالۍ د مراجیعینو تعداد معلوم کړو چې خلکو ته د اسانتیا او خدمت کولو په موخه د همدې تعداد له مخې د یادې شوې ادارې امکانات، تشکیلات او بودیجه ټاکلای شو. نوموړي یو ځل بیا په لویه څارنوالۍ کې اطلاعاتو ته د خلکو، مدني بنسټونو او اړوندو ادارو لاسرسی د یاد شوي مرکز دنده وبلله چې په دې برخه کې به بشپړ روڼوالی موجود وي.

له بلې خوا د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د حج او اوقافو وزیر ښاغلي عثماني هم د پذیرش او معلوماتو مرکز سربېره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې لوی څارنوال تل له مراجعینو سره ښه چلند کوي او د خلکو د رضایت لپاره یې په دومداره هڅو شاهدي ورکوم.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ د پذیرش او معلوماتو مرکز د همدې ادارې د انکشافي بودېجې څخه په لس میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو لګښت سره په مجهز ډول جوړ شوی.تمه کیږي چې یاد شوی مرکز به خلکو ته د خدمت کولو او په لویه څارنوالۍ کې اطلاعاتو او معلوماتو ته د لاسرسي په موخه د اسانتیاوو په منځته راوړلو کې اغیزناک ثابت شي.

 

 

 

تازه‌ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

برگزاری برنامهٔ آموزشی پیرامون اهمیت و جایگاه وقت از دیدگاه دین مبین اسلام

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، به‌منظور ارتقای آگاهی دینی و تقویت فرهنگ استفاده مؤثر از وقت، برنامهٔ آموزشی تحت عنوان «اهمیت و جایگاه. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها