لوی څارنوال: د پذیرش او معلوماتو مرکز په جوړولو سره د خلکو او ادارې تر منځ مستقیمې، ژوندۍ او بې واسطې اړېکې ټینګوو

خبري اعلامیه
لوی څارنوال: د پذیرش او معلوماتو مرکز په جوړولو سره د خلکو او ادارې تر منځ مستقیمې، ژوندۍ او بې واسطې اړېکې ټینګوو
د لویې څارنوالۍ دپذیرش او معلوماتو مرکز او جومات پرانیستغونډه د ۱۳۹۷ کال د غبرګولې پر نهمه د یاد شوي مرکز په ودانۍ چې دارالامان کې موقعیت لري جوړه شوه، په یاده شوې غونډه کې د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني، د افغانستان د علماوو د سراسري شورا رئیس قیام الدین کشاف، د شکایتونو د اورېدنې کمیسیون غړي عبیدالله بارکزي، د اطلاعاتو څارنې ته د لاسرسۍ کمیسیون غړي عطا الله یاري، د لويې څارنوالۍ مرستیالانو، د مدني بنسټونو غړو او خبریالانو ګډون کړی و.
د یاد شوی مرکز د جوړونې موخه د لویې څارنوالۍمراجیعینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول او په کارونو کې روڼوالۍ ګڼل کیږي. همداراز د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو او مراجعینو تر منځ د ارتباطي او مدیریتي اغېزناک سیستم ټینګښت د یاد شوي مرکز دنده او مسؤولیت ګڼل کیږي. د لویې څارنوالۍ له مراجیعینو سره په عزت او کرامت سره چلند دپذیرش او معلوماتو مرکز له مهمو او اساسي دندو اولومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.
د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په خپلو خبرو کې د خلکو چوپړتیا ته په اشارې سره وویل:«زموږ اصلي دنده د عدالت ټینګښت او د ارزښتناکه عدلي خدمتونو وړاندې کول دي چې په دې برخه کې لومړۍ هڅه د لویې څارنوالۍ له مراجیعینو سره په عزت او کرامت چلند او همداراز دوی ته د معلوماتو وړاندې کونه او د نورو اسانتیا را منځ ته کول بلل کیږي.»
ښاغلي حمیدي دپذیرش او معلوماتو مرکز کې د یو جومات جوړونې ته په اشارې سره زیاته کړه: « په یو ځای کې دپذیرش مرکز او جومات جوړونه کې یوه غټه موخه نغښتې ده. د دغه ودانۍ لومړی پوړ د خدای د مخلوقاتو د خدمت او دوهم پوړ د خالق د عبادت لپاره جوړ شوی دی. جومات د پرهیزګارۍ او تقوا جوړونې ځای دی؛ نه یوازې د خالق د عبادت ځای دی بلکې په دې ځای کی انسان له خپل رب سره د یوې انګېزې او ژمنې له مخې، د خدای د مخلوقاتو خدمت ته چمتو کیږي. زما همکاران د دې جومات په اجر او ثواب کې شریک دی ځکه چې هر ځل چې ما د دوی دفترو ته د دوی د لیدنې لپاره مراجعه کړې، د دوی لومړی وړانديز د یو جومات جوړونه وه، نو له همدې امله له دوی څخه ډېره مننه کوم.»
یاد شوی جومات د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو او مراجېعینو لپاره جوړ شوی دی چې په یو وخت کې ۳۵۰ کسان ځایولای شي. پر یاد شوي جومات درې میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍلګښت شوی دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ د انکشافي بوديجې څخه ورته ځانګړې شوې وې.
ښاغلي حمیدي د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاته کړه چې د یاد شوي مرکز څخه په استفادې سره کولای شو د لویې څارنوالۍ د مراجیعینو تعداد معلوم کړو چې خلکو ته د اسانتیا او خدمت کولو په موخه د همدې تعداد له مخې د یادې شوې ادارې امکانات، تشکیلات او بودیجه ټاکلای شو. نوموړي یو ځل بیا په لویه څارنوالۍ کې اطلاعاتو ته د خلکو، مدني بنسټونو او اړوندو ادارو لاسرسی د یاد شوي مرکز دنده وبلله چې په دې برخه کې به بشپړ روڼوالی موجود وي.
له بلې خوا د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د حج او اوقافو وزیر ښاغلي عثماني هم د پذیرش او معلوماتو مرکز سربېره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې لوی څارنوال تل له مراجعینو سره ښه چلند کوي او د خلکو د رضایت لپاره یې په دومداره هڅو شاهدي ورکوم.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ د پذیرش او معلوماتو مرکز د همدې ادارې د انکشافي بودېجې څخه په لس میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو لګښت سره په مجهز ډول جوړ شوی.تمه کیږي چې یاد شوی مرکز به خلکو ته د خدمت کولو او په لویه څارنوالۍ کې اطلاعاتو او معلوماتو ته د لاسرسي په موخه د اسانتیاوو په منځته راوړلو کې اغیزناک ثابت شي.