د لويې څارنوالۍ د پنځه کلنې ستراتیژۍ د تطبیق لپاره د عملیاتي پلانونو روزنیز پروګرام جوړ شو

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۵/۱۶ - ۱۵:۵۱
64

لويه څارنوالۍ کې د دغې ادارې د پنځه کلنې ستراتيژۍ د تطبیق په موخه د عملیاتي پلانونو روزنیز پروګرام د ۱۳۹۷ کال د زمري پر ۱۶ جوړ شو. دا پروګرام د مسلکي زده کړو انستیتیوت ریاست په تالار کې ترسره شو او د دغې ادارې مرستیال او ځینو رئيسانو پکې ګډون کړی و.

د دغه پروګرام د ترسراینې موخه د پنځه کلنې ستراتیژۍ ښه پلي کول او هغو موخو ته رسېدنه چې په ستراتيژيک پلان کې راغلي، بلل شوې ده.

د دغه پروګرام په پرانیسته کې د تحقیق په چارو کې د لوی څارانول مرستیال څارنپوه نورحبیب جلال وویل، چې د لويې څارنوالۍ د پنځه کلنې ستراتيژۍ په تدوین کې د دغې ادارې د کارکوونکو له نظریاتو استفاده شوې او یاده شوې ستراتیژي یوه هراړخیز ستراتیژي ده.

ښاغلي جلال وویل: «دا عملیاتي پلانونه له موږ سره مرسته کوي، چې پنځه کلنه ستراتيژي په ښه ډول پلې کړو.» د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال پلان د کارونو د ښه تنظیم لپاره ګټور وباله او زیاته يې کړه، چې پرمختللې ټولنې د دقیقو پلانونو په مرسته پرمختګ کړی دی.

ټاکل شوې ده، چې د لویې څارنوالۍ پنځه کلنه ستراتيژۍ به په نژدې راتلونکي کې نهايي او د تطبیق په موخه به یې عملي چارې پيل شي.

 

تازه‌ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

برگزاری برنامهٔ آموزشی پیرامون اهمیت و جایگاه وقت از دیدگاه دین مبین اسلام

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، به‌منظور ارتقای آگاهی دینی و تقویت فرهنگ استفاده مؤثر از وقت، برنامهٔ آموزشی تحت عنوان «اهمیت و جایگاه. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها