لویې څارنوالۍ د پانګوالو او د خصوصي سکتور د غړو د اختتاف ۹۶۸ قضيې ثبت او رسیدګي کړې

Hussain_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۱۱:۲۶
ago

لویې څارنوالۍ د پانګوالو او د خصوصي سکتور د غړو د اختتاف ۹۶۸ قضيې ثبت او رسیدګي کړې
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالۍ په وروستیو درېيو کلونو کې دا قضيې د کورني او بهرني امنیت د جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ له خوا د خصوصي سکتور او پانګوالو د ملاتړ لپاره رسیدګي ورته کړې ده.
د دغې قضيې په تړاو یو زرو ۹۶۶ کسان مظنون پېژندل شوي، چې ۹۸۶ کسان په مجازاتو محکوم شوي دي. په دې ډله کې ۶۱ تنه په اعدام، ۶۶ تنه په لومړۍ درجه حبس، ۱۲۳ کسان په دویمه درجه حبس، ۸۰۱ په اوږدمهالي حبس، ۲۶۸ په متوسط حبس او ۴۶ کسان په قصیر حبس او د نقدي جزا په مجازاتو محکوم شوي دي.
د دې قضیو له ډلې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د خصوصي سکتور د مصؤنیت د کمېټې له ایجاد مخکې، ۵۴۳ قضيې چې له مخې یې یو زرو ۱۳۵ کسان تورن دي ثبت کړې دي او همداراز ۳۰۰ قضيې چې له مخکې يې ۶۰۲ کسان تورن دي په ۱۳۹۸ کال کې او ۲۹۹ قضيې چې پر اساس یې ۱۲۵ کسان تورن دي، د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې د وږي تر ۳۰ پورې ثبت او رسیدګي ورته کړې ده.
تر ټولو ډېر جرمونه په هرات، کابل، ننګرهار او تخار ولایتونو کې شوي دي.
د یادونې وړ ده، لویې څارنوالۍ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت عالي مقام د ۱۳۹۷ لمریز کال د غويي میاشتې دویمې نېټې د ۴۰۳ شمېرې حکم پر اساس د سوداګرو، صنعت کارانو او نورو تاجرانو د مصؤنیت لپاره یوه کمېټه ایجاد کړې ده. د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارز څارنوالۍ عمومي رئیس، د جرایمو د تحقیق رئیس او د ملي چارو مشاور او د لویې څارنوالۍ ویاند د دې کمېټې غړي دي.

تازه‌ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ برگزار شد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، از کارمندان این اداره آزمون را در بخش‌های مباحث نهم و دهم معاملات و بخش نخست سیرت‌النبیﷺ برگزار کرد...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

مراسم معرفی لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام، با حضور مسؤولان امارت اسلامی افغانستان، برگزار گردید. این برنامه روز دوشنبه ۲۴ ربیع‌الاول سال ۱۴۴۸ هـ.ق (۱۶ سنبله سال ۱۴۰۵هـ.ش) در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها