د زابل د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکو ته درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

yama_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۴:۴
ولایت زابل

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست په مرکز او ولایتونو کې د دغې ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د روزنیزو سیمینارونو لړۍ پیل کړې ده.

دا روزنیز پروګرام چې د زابل د فرمانونو او حکمونو تعقيب او نظارت ریاست کې جوړ شوی و، د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الثاني پر دویمه پای ته ورسېد. دا ډول سیمینارونه د رییسانو، مشایخو، علمای کرامو، کارپوه او تجربه لرونکو ښوونکو په شتون کې د اتو کمېټو له لوري مخته وړل کېږي.

د دې سیمینار په وروستۍ ورځ د زابل والي الحاج مولوي حزب‌الله افغان، د دې ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محب‌الله حماس، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د جنوب لویدیځ زون د کمېټې رییس الحاج مفتي اظهارالحق حقاني، د جنوب لویدیځ زون تدریسي رییس مولوي حبیب‌الرحمن آغاجان او د دغه ولایت ګڼو نورو ولایتي مشرانو حضور درلود.

غونډه د قرانکریم په مبارکو آیتونو پیل شوه.

د دې سیمینار په وروستۍ ورځ د زابل والي د دا ډول پروګرامونو جوړول نیک اقدام وباله او د نورو ورته روزنیزو سیمینارو پر جوړولو یې ټينګار ورکړ. نوموړي د دې ولایت مسوولینو ته په اشارې وویل: «د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سره همغږي ولرئ او پوره همکاري ورسره وکړئ.»

والی زابل

ورته مهال د جنوب لویدیځ زون کمېټې رییس په خپلو خبرو کې د نظام ساتنې لومړنی شرط عدالت، انصاف او له اداري فساد سره جدي مبارزه یاده کړه. نوموړي زیاته کړه: «فساد نظامونه له منځه وړي. هیله مې دا ده، چې په خپل نظام کې فساد ته اجازه ورنه کړئ او عدالت دی، چې د نظام ستنې ورباندې قوي کېږي.» د هغه په باور، د نظامونو ګټل ګران کار دی؛ خو پالل یې تر دې هم ګران دی.

د دغه سیمینار په وروستۍ ورځ د پروګرام ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې او یاد سیمینار په دعا ویلو پای ته ورسېد.

دا سیمینارونه د مرکز په ګډون د ولایتونو د ریاستونو او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت آمریتونو مسلکي غړو ته په ملکي، نظامي، استخباراتو او د ملي دفاع وزارت(قول اردوګانو او د ولایتونو فرقو) او د هېواد په کچه د ولسوالیو مسلکي غړو لپاره په پام کې نیول شوې دي.

د دې روزنیزو سیمینارونو موخه، په امارتي او له امارتي ادارو سره اړوند خصوصي ادارو کې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تعقیب او نظارت ډول او څرنګوالی، په اړوندو ادارو کې د اجرااتو د قانونیت نظارت او له امارتي او خصوصي مراجعو له مسوولینو سره د دغې ادارې د مسلکي غړو چلند او د همکارۍ څرنګوالی، د تقنیني سندونو رعایت او تطبیق، له اداري فساد څخه مخنیوی، یادو مراجعو کې د مؤثریت او روڼتیا رامنځته کول او په هېواد کې د اسلامي نظام لا بقا په ګوته شوي دي.

تازه‌ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها