زمري میاشتې دویمې نیټې پیښې له ځای څخه د څیړنې کمیسیون رئیس لیدنه

hdsadmin
Tue, Jul 26 2016 2:39 PM
42

دغه کمیسیون چې د هیواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید "حمیدی" تر مشری لاندې د جمهور  رئیس لخوا د زمري میاشتې دویمې نیټې د پیښی هراړخیزې څیړنې لپاره ټاکل شوی وو د زمري په دریمه نیټه د یکشنبې په مازدیګر د موظف ټیم چې د کورنیو چارو او ملي امنیت ارګانونو له استازو څخه تشکیل شوی وو، یوځای  په لاریون کونکو باندې د تروریستي پیښې له ځایه لیدنه وکړه.

د دې کمسیون رئیس د هیواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید "حمیدي" په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال، ملي امنیت څارنوالۍ رئیس، کورنیو چارو وزارت د څارنوالی رئیس او کابل ولایت جنایي جرمونو سره د مبارزې تحقیقاتو رئیس سره یو ځای ددې پیښې د واقع کیدو څرنګوالي د څیړنې لپاره د پیښې له ځای څخه لیدنه وکړه.

د کابل ولایت جنایي جرمونو سره مبارزې د تحقیقاتو رئیس د وینا پر بنسټ د زمري میاشتې ۲ نیټې د یکشنبې په پیښه کې زمونږ۸۱ تنه هیوادوال شهیدان او تر ۲۰۷ تنو پوری ټپیان شویدی.

دغه تروریستي برید د کابل ده مزنګ په څلورلارې کې د زمري په ۲ نیټه یکشنبې په ورځ پداسی حال کی ترسره شوی وه چی زمونږ یو شمیر هیوادوال د یو سوله ایزه لاریون لپاره دغه ځای کی راغونډ شوي وه چه ددغی ګڼی ګوڼی په منځ کی ځانمرګۍ برید ترسره شو او په پایله کی یی ۸۰ تنو څخه زیات شهیدان او تر ۲۰۰ تنو څخه زیات ټپیان کړل.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS