څارنپوه محمد فرید حمیدي: " ګمارنې د چارو غوره والي لپاره، لویې څارنوالۍ کې ترسره شوې"

hdsadmin
Sun, Nov 27 2016 2:36 PM
46

د هیواد لوی څارنوال دغه موضوع د لویې څارنوالۍ عالي شورا په غونډه کې بیان کړه. یاده غونډه د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي تر مشرۍ لاندې د معاونانو او عالي شورا د غړو په حضور کې د یکشنبې په ورځ د لړم میاشتې په ۳۰ نیټه د ارزښتمندو موضوعاتو په اړه د پریکړې  کولو لپاره ترسره شوه.

ددې غونډې په لمړي  برخه کې پدغه اداره کې د نوو ګمارنو په اړه د لویې څارنوالۍ  وړاندیز او د جمهور رییس حکم ولوستل شو. د ۱۳۹۵ کال د لړم میاشتې  ۲۲ نیټې ۲۹۰ ګڼه وړاندیز  او د ۱۳۹۵ کال د لړم میاشتې ۲۸۰۱ ګڼې منظوري پر اساس مرویس امرخیل د تحقیق رئیس په توګه، محمد حکیم حکیمی د ابتدائیه څارنوالۍ رئیس په توګه، شیر علی د اداري فساد د سنګینو جرمونو پر وړاندې مبارزې د استیناف رئیس په توګه و ګمارل شو. په ورته وخت کې د لویې څارنوالۍ د ۱۹۵ ګڼی وړاندیز او جمهور رئیس د حکم پر اساس تورن جنرال شمس الحق جعفري د تورن جنرالی بست کې د عسکري استیناف رئیس په توګه او عبدالله د برید جنرالی بست کې د عدلي او قضایی مرکز ځانکړي ابتدایه څارنوالۍ رئیس په توګه و ګمارل شو.

برید جنرال سید علم اسحاق زی د تورن جنرالی بست کې د عسکري جرمونو استیناف عمومی رئیس په توګه، حکمت الله ناصري د اداري فساد پر وړاندی مبارزی څارنوالۍ رئیس په توګه او محمد نواب د لوی څارنوالۍ د  تحریراتو او دارلانشاء رئیس په توګه وټاکل شو.

 د دی غونډی په ورستي  برخه کی، د زندانیانو برخه لیک ټاکلو په موخه د ایران او افغانستان تر منځ د زندانیانو د تبادلی تفاهم لیک په اړه بحث ترسره شو. د آزادۍ  د سلبولو پر ځایونو د نظارت رئیس د عالي شورا لخوا موظف شو چې  د افغانستان او ایران تر منځ د زندانیانو د تبادلې تفاهم لیک مواد د مجرمانو د استرداد قانون ۴۷ مادی سره سم وڅیړي او پایلې یې د سترې  محکمې  د عالي شورا سره د ستونزو د حلولو لپاره شریکې  کړي تر څو زر تر زره د زندانیانو برخه لیک وټاکل شي. د دې تفاهم لیک پر بنسټ په ۱۳۹۵ کال کې تر دې دمه ۲۱۵ افغان زندانیان  د ایران هیواد څخه افغانستان ته رالیږدول شوي.

د دې غونډې په پای کې د مجرمانو  د احضار د ضمانت ورکولو په اړه د پنجشیر ولایت څارنوالۍ  ریاست وړاندیز تر بحث لاندې ونیول شو. د لویې څارنوالۍ  عالي شورا پرکړه وکړه چې  پدی اړه د مخه تصمیم نیول شوی، د تحریراتو او دارالانشاء ریاست ته دنده ورکړل شوه څو ټولو ولایاتو ته د هغی متحدالمال ولیږي. د استیناف څارنوالی کولای شي د هغی سره سم اجراآت وکړي.

د محبس  چارو د تنظیم مقرری ۲۷ مادې او د محبسونو او توقیفخانو ۳۷ مادی پر اساس زندانیان د ضمانت په ورکولو سره د رخصتی څخه د استفادی حق لري.

 

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS