افغانستان جمهور رییس داکتر محمد اشرف غني: " ما پخپله په عدلي او قضایي چارو کی لاس وهنه نده کړې، او هیچا ته د مداخلې او لاس وهنې اجازه نه ورکوم"

hdsadmin
Mon, Nov 21 2016 8:39 AM
ago

 

جمهو رییس دا څرګندونې د څارنوالانو په څلورم سرتاسری کنفرانس کی وکړی. دا کنفرانس د اداري فساد او تاوتریخوالي څخه د پاک افغانستان تر عنوان لاندې د لړم میاشتې د ۱۰ نیټی څخه تر ۱۲ نیټي پورې په کابل کې ترسره شو. پدغه کنفرانس کې د افغانستان جمهور رییس ډاکتر محمد اشرف غني، د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د سترې محکمې رییس د هیواد قاضی القضات قضاوتپوه سید حلیم یوسف، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشری ډاکتر سیما سمر، لوی څارنوال محمد فرید حمیدي، د دولت جګ پوړو چارواکو، د خپلواکو ارګانونو، مدني ټولنو او مرکز او ولایات څخه د لویې څارنوالۍ مسوولینو ګډون کړی وو. د دې کنفرانس د سرته رسونې موخه په افغانستان کې د اداري فساد او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لاملونو او حل لارو پیژندل وه.

د ا فغانستان لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي چې ددې پروګرام پیل کونکی وو، خلکو سره ددی ادارې د ژمنو یادونه وکړه. هغه په افغانستان کی د قانون څخه د سرغړونې او اداري فساد پر وړاندې مبارزه د خپل دندې د مهمو لمړیتوبونو څخه وبلل. هغه په راتلونکي کې  د اداري فساد پر وړاندې د مهمو کارونو په اړه خبر ورکړ او ویی ویل: " په همدې ورځو کی به د سنګینو جرمونو د قضیو لمړی علني، منصفانه اوشفافه  محاکمه په عدلی او قضایی مرکز کی تر سره شي."

علني محاکمه

د هیواد د لوی څارنوال له قوله ، دا اداره به د فساد سره  مبارزه د لوی څارنوالی څخه پیل کړي. د څارنوالانو له ډلی څخه به د یوه لوړ پوړی څارنوال لمړنی محاکمه  په عدلی او قضایی مرکز کی زر تر زره تر سره شي.

افشا کول:

ښآغلی حمیدی پدی پروګرام کی وویل، لدی ورسته به  د فساد پر وړاندی د لوی څارنوالی تحمل صفر وی. هغه څارنوالانو ته په اشاری سره وویل، ورسته لدی څارنوالان دنده لري، چه د هر هغه چا چه د قضیو د رسیدګۍ په چارو کی لاس وهنه کوي او د عدالت د تطبیق  لوري  ته تغیر وکوی بشپړ شهرت  افشا کړي هغه په ادامی سره وویل: " مونږ لا تر اوسه د لاری په سر کی یو، ستونزی او ننګونۍ زیاتی دی. مونږ د هغه برنامو په مټ چه په لاس کی یی لرو غواړو په افغانستان کی د قانون څخه د سرغړونی او د قانون د حاکمیت د بحران مخه ونیسو. "

ظرفیت جوړونه

د هیواد د لوی څارنوال په باور، ظرفیت جوړونه د لوی څارنوالی د لمړیتوبونو څخه یو بل لمړیتوب دی. دهغه په وینا په تیره کی پدی برخه کی زیاتی هلی ځلی شوي. او زیاته یی کړه: " د دی اداری کار کونکو ته د قوانینو په اړه زدکړی ورکول یو ارزښت لرونکی کار دی. ولی مونږ به په جدی توګه د ظرفیت جوړونی بهیر تا بیا کتنه ولرو. مونږ اړتیا لرو چه څارنوالان په  خپلواکه  توګه عمل وکړي. مونړ په همدی برخه کی ظرفیت جوړونی ته زیاته اړتیا لرو. "

د انسانی کرامت ژغورنه

په ورته وخت کی لوی څارنوالی ته د مراجعه کونکو سره د برخورد کولو څرنګوالی او د تورنو د انساني کرامت ژغورنه د نورو موضوعګانو له ډلی څخه وی چه د افغانستان لوی څانوال ورته اشاره وکړه. ښاغلی حمیدي پدی اړه وویل: " خلک د ادارو د کارکونکو څخه توقع لري، د هغوی د کارونو د سرته رسونی پر مهال د هغوی سره د احترام او انسانی کرامت په پام کی نیولو سره ښه برخورد وشي. ما ټولو بخشونو ته لارښوونه کړی چه د مراجعه کونکو لپاره مناسبی انتظار خانی ولري."

د عامه پالیسي جوړونه

د ښاغلي حمیدي په وینا، لوی څارنوالۍ تر اوسه یواځی د قضیو د تحقیق او د جرمونو سره د مبارزی په برخه کی کار کړي. دهغه په باور هغه اطلاعات او معلومات چه د تحقیق په بهیر کی یی لویه څارنوالي لاس ته راوړي کولی شی دولت سره د عامه پالیسي جوړونی په برخه کی مرسته وکړی. هغه پدی هکله وویل: " له دی ورسته به د علمي تحقیقاتو له لاری د جرم لاملونه مشخص او په افغانستان کی به د هغی د کموالي لپاره دولتي پروګرامونو او استراتیژیګانو څخه ملاتړ وکړي. دولت مدنی ارګانونه او رساني کولی شي له دی اطلاعاتو او معلوماتو څخه په کاراخیستنی د خلکو د حقونو د ملاتړ لپآره د جنایي سیاست په برخه کی اغیزمند کار واخلي. "

د عدالت تامین

ښاغلي حمیدي د لوی څارنوالی او عدلي اوقضایي ارګانونو لکه  د عدلي وزارت، ستری محکمې، د کورنیو چارو وزارت،د اداري فساد پر وړاندی د مبارزی عالی  اداری، او د تفتیش  اداری تر منځ د همغږی په اړه خبر وکړی. هغه لویه څارنوالي یوه انتقادپذیره او خدمت کونکي اداره وبلله او ویی ویل: " دا چه لوی څارنوالی د یوی عدلي او قضایی ارګان په حیث و توانیږی چه د ټولنی او شا او خوا سره یی اغیزمند تعامل ولري، مونږ د عالي شورای غونډی ته مختلف قشرونه رابللی دي. د هغوی څخه مو غوښتی چه په زغرده د لوی څارنوالی ستونیزی او نمګړتیاوی بیان کړي تر څو وکولای شو د ستونزو د حل او غوره خدمتونو کلولو لپاره صحیح او دقیقی حل لاری پیدا کړو. "

عدالت ته لاس رسۍ

د یو زیان منونکی( اسیب ‌‌پذیر) قشر په عنوان د ښځو او ماشومانو عدالت ته  لاس رسۍ د نورو مهمو موضوعګانو له ډلی څخه وی چه لوی څارنوال یی په اړه په دغه کنفرانس کی خبری وکړی. ښځی او ماشومان په افغانستان کی د قانون ماتونی د قربانیانو له ډلی څخه دی.  لوی څارنوال په ادامی سره وویل: "د همدی مقصد لپاره د افغانستان د دولت په ملاتړ په لویه څارنوالی کی د ښځو پر وړاندی د مبارزی، د ماشومانو د تخلفاتو او د بشر د حقونو د ملاتړ معاونیت منځ ته راغلی. مونږ هڅی کوو چه د خورا زیاتی همغږی د ایجادولو په مټ د افغانستان خلک وتوانوو چه قانون ته لاس رسۍ پیدا کړي. "

د میرمنو ګډون

د  افغانستان جمهور رییس داکتر محمد اشرف غني پدی کنفرانس کی په خپل ګډون او وینا سره په عدلي او قضایی د ستګاه کی د لوی څارنوالی رول په وجود کی د زړه سره مقایسه کړ. د جمهور رییس په باور د زړه( لوی څارنوالی) سلامتي  د بدن د  کار او اغیزی، فعالیت او خوشحالی سبب ګرځی. څارنوالی کولی شي د قانون حاکمیت لوري ته د هیواد په بدلون، د سیستم په شفافیت او حکومتداری  کی باثباته رول ولوبوي. هغه څارنوالانو ته په اشاری سره وویل :"  د عدالت تآمین نه یواځی د ستاسی لپاره مګر د دولت د هر فرد لپاره یو وظیفوي او دیني مکلفیت دی. نو ددی لپاره ستاسی د بی پری او خپلوک عدالت تآمین  دساسي ثبات مهمترین او ارزښتمند عناصر دی. "

د لوی څارنوالی خپلواکي

جمهور رییس د لوی څارنوالی د کاری خپلواکی څخه ملاتړ وکړاو ویی ویل:" هیچ چا ته به د لوی څارنوالۍ په کارنو کی د مداخلی او لاس وهنی اجازه ورنکړي. د لوی څارنوالی په کارونو کی مداخله او لاس وهنه جرم دی. د هیواد لوی څارنوال حق لري هر څوک چه د جرم مرتکب وی محاکمه کړي. جمهور رییس زیاته کړه:" زه د جمهور رییس په توګه د عدلي او قضایی سکتور په خپلواکۍ بشپړ باور لرم. په عدلي او قضایی چارو کی می مداخله نده کړی نه یی کوم او هیڅ کله به یی ونکړم.  د لوی څارنوالی په اجرااتو  باندی باید  سیاسي کشمکشونه اغیزی ونکړي. " د جمهور رییس ښاغلی غني په باور د فساد سره د مبارزی په برخه کی مهم ګامونه اخیستل شوی. لدی ډلی څخه یو هم د ظوابطو پر اساس د کادرونو ټاکنه ده. لوی څارنوالی د شایستګی پر اساس ګمارنی سرته رسولي. هغه وویل " زه هر هغه پیشنهاد چه د شایتګۍ او بی پریتوب پر اساس وی لاسلیک کوم. "

د جندر مساوات

د لوی څارنوالی په چوکات کی د میرمنو ګډون  د لوی څارنوالی د نورو اهدافو له جملی څخه دی.  جمهور رییس پدی برخه کی د لوی څارنوال د هڅو ستاینه او ورڅخه د رضایت څرګندونه وکړه. د هغه په اند دی معیار ته په لوی څارنوالی ښه پاملرنه شوی.  د لوی څارنوالی په تشکیلاتو په چوکات کی د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی د مبارزی، د ماشومانو د تخلفاتو، او د بشر د حقونو څخه د ملاتړ مرستیالۍ ایجاد دهغه مهمو کړنو څخه وی چه جمهور رییس ورته اشاره وکړه. هغه زیات کړه:" خوشحاله یم هغه څه ته چه د جندر مساوات ویل کیږی په لوی څارنوالی کی ورته ښه پاملرنه شوی."

د حق الزحمه( معاش) لوړول

جمهور رییس په لویه څارنوالی کی د سرته رسیدلي اصلاحاتو ستاینه وکړه، او ویی ویل:" د هغه اصلاحاتو اهمیت ته چه پدی دستګاه کی سرته رسیدلی په کتو سره، پدغه دستګاه کی د هیواد د لوی څارنوال د خپلو همکارانو د معاش د لوړوالی په اړه هڅی د حکومت د ښه راغلاست سره مخامخ شوی. تاسی به په نزدی راتلونکی کی د کارکونکو د معاش او امتیازاتو د لوړوالی شاهد واوسې. "

د اړتیا مطابق د متخصصو کادرنو نشتوالۍ

 په همدی حال کی ښاغلي غنی پدغه اداره کی د اړتیا مطابق د کادرونو نشتوالی یو ننګونه وبلله. د هغه په اند لوی څارنوالي د هیواد د نورو ادارو په څیر اوس هم د پیاوړو کادرونو د نه لرلو د ستونیز سره مخ ده. د هغه په وینا په دی اداره کی د کادرونو د لازیاتو زدکړو اړتیا شتون لري. جمهور رییس وویل :" دا کار زمونږ لپاره د لمړیتوب حیثیت لري. غواړو چه په کافی اندازه متخصصه قوه ولرو تر څو ټولو اړتیاوو ته ځواب ووایی. د ځینو قضیو په رسیدګۍ کی د ځنډ لامل د کافی کادرونو نشتوالۍ دی. دا ستونزه باید زرترزره حل شي. "

د کنفرانس د اهدافو څخه ملاتړ- د لوی څارنوالی اهداف

د ملي وحدت اجراییه رییس پدی کنفرانس کی د وینا والو له ډلی څخه یو بل وینا وال وه. هغه په افغانستان کی  د اداري فساد شتون تایید کړ. او ویی ویل: " اداري فساد په افغانستان کی ریشي پیدا کړي. د دی له منځه وړل زیاتو هڅو ته اړتیا لري. تاسی ته ډاډ درکوم چه د ملي یووالی حکومت ددی کنفرانس د اهدافو ته په رسیدو کی چه د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی او اداری فساد سره  مبارزه ده ژمن دی او په قاطعانه او جدی توګه د کنفرانس د اهدافو ملاتړ کوي. د ملي وحدت اجراییه رییس په اند د اداري فساد شتون په افغانستان کی پر اقتصاد، ناامني منفی اغیزی لري. او په ورته وخت کی هغه د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی د ټولنی د سلامتی لپاره ضرر رسونکۍ وباله.

دغه کنفرانس پداسی وخت کی ترسره کیږي چه مخکی لدی هم لوی څارنوالی د څارنوالانو دری سرتاسري کنفرانسونه ترسره کړی وه. پدی پرګرامونو کی د لوی څارنوالي د ستونزو او ننګونو د پيژندلو او د هغې د لپاره د حل لارو د پیدا کولو هڅی شوي. د افغانستان د څارنوالانو  څلورم سرتاسري کنفرانس دری ورځی دوام وکړ او د حکومتی او نورو دولتی او غیر دولتی ارګانونو او نړیوالو همکارانو څخه پکی شااوخوا ۳۰۰ ګډونکونکو ګډون کړی وه.

د محمد هادي درویش راپور

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS