افغانستان جمهور رییس داکتر محمد اشرف غني: " ما پخپله په عدلي او قضایي چارو کی لاس وهنه نده کړې، او هیچا ته د مداخلې او لاس وهنې اجازه نه ورکوم"

جمهو رییس دا څرګندونې د څارنوالانو په څلورم سرتاسری کنفرانس کی وکړی. دا کنفرانس د اداري فساد او تاوتریخوالي څخه د پاک افغانستان تر عنوان لاندې د لړم میاشتې د ۱۰ نیټی څخه تر ۱۲ نیټي پورې په کابل کې ترسره شو. پدغه کنفرانس کې د افغانستان جمهور رییس ډاکتر محمد اشرف غني، د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د سترې محکمې رییس د هیواد قاضی القضات قضاوتپوه سید حلیم یوسف، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشری ډاکتر سیما سمر، لوی څارنوال محمد فرید حمیدي، د دولت جګ پوړو چارواکو، د خپلواکو ارګانونو، مدني ټولنو او مرکز او ولایات څخه د لویې څارنوالۍ مسوولینو ګډون کړی وو. د دې کنفرانس د سرته رسونې موخه په افغانستان کې د اداري فساد او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لاملونو او حل لارو پیژندل وه.
د ا فغانستان لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي چې ددې پروګرام پیل کونکی وو، خلکو سره ددی ادارې د ژمنو یادونه وکړه. هغه په افغانستان کی د قانون څخه د سرغړونې او اداري فساد پر وړاندې مبارزه د خپل دندې د مهمو لمړیتوبونو څخه وبلل. هغه په راتلونکي کې د اداري فساد پر وړاندې د مهمو کارونو په اړه خبر ورکړ او ویی ویل: " په همدې ورځو کی به د سنګینو جرمونو د قضیو لمړی علني، منصفانه اوشفافه محاکمه په عدلی او قضایی مرکز کی تر سره شي."
علني محاکمه
د هیواد د لوی څارنوال له قوله ، دا اداره به د فساد سره مبارزه د لوی څارنوالی څخه پیل کړي. د څارنوالانو له ډلی څخه به د یوه لوړ پوړی څارنوال لمړنی محاکمه په عدلی او قضایی مرکز کی زر تر زره تر سره شي.
افشا کول:
ښآغلی حمیدی پدی پروګرام کی وویل، لدی ورسته به د فساد پر وړاندی د لوی څارنوالی تحمل صفر وی. هغه څارنوالانو ته په اشاری سره وویل، ورسته لدی څارنوالان دنده لري، چه د هر هغه چا چه د قضیو د رسیدګۍ په چارو کی لاس وهنه کوي او د عدالت د تطبیق لوري ته تغیر وکوی بشپړ شهرت افشا کړي هغه په ادامی سره وویل: " مونږ لا تر اوسه د لاری په سر کی یو، ستونزی او ننګونۍ زیاتی دی. مونږ د هغه برنامو په مټ چه په لاس کی یی لرو غواړو په افغانستان کی د قانون څخه د سرغړونی او د قانون د حاکمیت د بحران مخه ونیسو. "
ظرفیت جوړونه
د هیواد د لوی څارنوال په باور، ظرفیت جوړونه د لوی څارنوالی د لمړیتوبونو څخه یو بل لمړیتوب دی. دهغه په وینا په تیره کی پدی برخه کی زیاتی هلی ځلی شوي. او زیاته یی کړه: " د دی اداری کار کونکو ته د قوانینو په اړه زدکړی ورکول یو ارزښت لرونکی کار دی. ولی مونږ به په جدی توګه د ظرفیت جوړونی بهیر تا بیا کتنه ولرو. مونږ اړتیا لرو چه څارنوالان په خپلواکه توګه عمل وکړي. مونړ په همدی برخه کی ظرفیت جوړونی ته زیاته اړتیا لرو. "
د انسانی کرامت ژغورنه
په ورته وخت کی لوی څارنوالی ته د مراجعه کونکو سره د برخورد کولو څرنګوالی او د تورنو د انساني کرامت ژغورنه د نورو موضوعګانو له ډلی څخه وی چه د افغانستان لوی څانوال ورته اشاره وکړه. ښاغلی حمیدي پدی اړه وویل: " خلک د ادارو د کارکونکو څخه توقع لري، د هغوی د کارونو د سرته رسونی پر مهال د هغوی سره د احترام او انسانی کرامت په پام کی نیولو سره ښه برخورد وشي. ما ټولو بخشونو ته لارښوونه کړی چه د مراجعه کونکو لپاره مناسبی انتظار خانی ولري."
د عامه پالیسي جوړونه
د ښاغلي حمیدي په وینا، لوی څارنوالۍ تر اوسه یواځی د قضیو د تحقیق او د جرمونو سره د مبارزی په برخه کی کار کړي. دهغه په باور هغه اطلاعات او معلومات چه د تحقیق په بهیر کی یی لویه څارنوالي لاس ته راوړي کولی شی دولت سره د عامه پالیسي جوړونی په برخه کی مرسته وکړی. هغه پدی هکله وویل: " له دی ورسته به د علمي تحقیقاتو له لاری د جرم لاملونه مشخص او په افغانستان کی به د هغی د کموالي لپاره دولتي پروګرامونو او استراتیژیګانو څخه ملاتړ وکړي. دولت مدنی ارګانونه او رساني کولی شي له دی اطلاعاتو او معلوماتو څخه په کاراخیستنی د خلکو د حقونو د ملاتړ لپآره د جنایي سیاست په برخه کی اغیزمند کار واخلي. "
د عدالت تامین
ښاغلي حمیدي د لوی څارنوالی او عدلي اوقضایي ارګانونو لکه د عدلي وزارت، ستری محکمې، د کورنیو چارو وزارت،د اداري فساد پر وړاندی د مبارزی عالی اداری، او د تفتیش اداری تر منځ د همغږی په اړه خبر وکړی. هغه لویه څارنوالي یوه انتقادپذیره او خدمت کونکي اداره وبلله او ویی ویل: " دا چه لوی څارنوالی د یوی عدلي او قضایی ارګان په حیث و توانیږی چه د ټولنی او شا او خوا سره یی اغیزمند تعامل ولري، مونږ د عالي شورای غونډی ته مختلف قشرونه رابللی دي. د هغوی څخه مو غوښتی چه په زغرده د لوی څارنوالی ستونیزی او نمګړتیاوی بیان کړي تر څو وکولای شو د ستونزو د حل او غوره خدمتونو کلولو لپاره صحیح او دقیقی حل لاری پیدا کړو. "
عدالت ته لاس رسۍ
د یو زیان منونکی( اسیب پذیر) قشر په عنوان د ښځو او ماشومانو عدالت ته لاس رسۍ د نورو مهمو موضوعګانو له ډلی څخه وی چه لوی څارنوال یی په اړه په دغه کنفرانس کی خبری وکړی. ښځی او ماشومان په افغانستان کی د قانون ماتونی د قربانیانو له ډلی څخه دی. لوی څارنوال په ادامی سره وویل: "د همدی مقصد لپاره د افغانستان د دولت په ملاتړ په لویه څارنوالی کی د ښځو پر وړاندی د مبارزی، د ماشومانو د تخلفاتو او د بشر د حقونو د ملاتړ معاونیت منځ ته راغلی. مونږ هڅی کوو چه د خورا زیاتی همغږی د ایجادولو په مټ د افغانستان خلک وتوانوو چه قانون ته لاس رسۍ پیدا کړي. "
د میرمنو ګډون
د افغانستان جمهور رییس داکتر محمد اشرف غني پدی کنفرانس کی په خپل ګډون او وینا سره په عدلي او قضایی د ستګاه کی د لوی څارنوالی رول په وجود کی د زړه سره مقایسه کړ. د جمهور رییس په باور د زړه( لوی څارنوالی) سلامتي د بدن د کار او اغیزی، فعالیت او خوشحالی سبب ګرځی. څارنوالی کولی شي د قانون حاکمیت لوري ته د هیواد په بدلون، د سیستم په شفافیت او حکومتداری کی باثباته رول ولوبوي. هغه څارنوالانو ته په اشاری سره وویل :" د عدالت تآمین نه یواځی د ستاسی لپاره مګر د دولت د هر فرد لپاره یو وظیفوي او دیني مکلفیت دی. نو ددی لپاره ستاسی د بی پری او خپلوک عدالت تآمین دساسي ثبات مهمترین او ارزښتمند عناصر دی. "
د لوی څارنوالی خپلواکي
جمهور رییس د لوی څارنوالی د کاری خپلواکی څخه ملاتړ وکړاو ویی ویل:" هیچ چا ته به د لوی څارنوالۍ په کارنو کی د مداخلی او لاس وهنی اجازه ورنکړي. د لوی څارنوالی په کارونو کی مداخله او لاس وهنه جرم دی. د هیواد لوی څارنوال حق لري هر څوک چه د جرم مرتکب وی محاکمه کړي. جمهور رییس زیاته کړه:" زه د جمهور رییس په توګه د عدلي او قضایی سکتور په خپلواکۍ بشپړ باور لرم. په عدلي او قضایی چارو کی می مداخله نده کړی نه یی کوم او هیڅ کله به یی ونکړم. د لوی څارنوالی په اجرااتو باندی باید سیاسي کشمکشونه اغیزی ونکړي. " د جمهور رییس ښاغلی غني په باور د فساد سره د مبارزی په برخه کی مهم ګامونه اخیستل شوی. لدی ډلی څخه یو هم د ظوابطو پر اساس د کادرونو ټاکنه ده. لوی څارنوالی د شایستګی پر اساس ګمارنی سرته رسولي. هغه وویل " زه هر هغه پیشنهاد چه د شایتګۍ او بی پریتوب پر اساس وی لاسلیک کوم. "
د جندر مساوات
د لوی څارنوالی په چوکات کی د میرمنو ګډون د لوی څارنوالی د نورو اهدافو له جملی څخه دی. جمهور رییس پدی برخه کی د لوی څارنوال د هڅو ستاینه او ورڅخه د رضایت څرګندونه وکړه. د هغه په اند دی معیار ته په لوی څارنوالی ښه پاملرنه شوی. د لوی څارنوالی په تشکیلاتو په چوکات کی د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی د مبارزی، د ماشومانو د تخلفاتو، او د بشر د حقونو څخه د ملاتړ مرستیالۍ ایجاد دهغه مهمو کړنو څخه وی چه جمهور رییس ورته اشاره وکړه. هغه زیات کړه:" خوشحاله یم هغه څه ته چه د جندر مساوات ویل کیږی په لوی څارنوالی کی ورته ښه پاملرنه شوی."
د حق الزحمه( معاش) لوړول
جمهور رییس په لویه څارنوالی کی د سرته رسیدلي اصلاحاتو ستاینه وکړه، او ویی ویل:" د هغه اصلاحاتو اهمیت ته چه پدی دستګاه کی سرته رسیدلی په کتو سره، پدغه دستګاه کی د هیواد د لوی څارنوال د خپلو همکارانو د معاش د لوړوالی په اړه هڅی د حکومت د ښه راغلاست سره مخامخ شوی. تاسی به په نزدی راتلونکی کی د کارکونکو د معاش او امتیازاتو د لوړوالی شاهد واوسې. "
د اړتیا مطابق د متخصصو کادرنو نشتوالۍ
په همدی حال کی ښاغلي غنی پدغه اداره کی د اړتیا مطابق د کادرونو نشتوالی یو ننګونه وبلله. د هغه په اند لوی څارنوالي د هیواد د نورو ادارو په څیر اوس هم د پیاوړو کادرونو د نه لرلو د ستونیز سره مخ ده. د هغه په وینا په دی اداره کی د کادرونو د لازیاتو زدکړو اړتیا شتون لري. جمهور رییس وویل :" دا کار زمونږ لپاره د لمړیتوب حیثیت لري. غواړو چه په کافی اندازه متخصصه قوه ولرو تر څو ټولو اړتیاوو ته ځواب ووایی. د ځینو قضیو په رسیدګۍ کی د ځنډ لامل د کافی کادرونو نشتوالۍ دی. دا ستونزه باید زرترزره حل شي. "
د کنفرانس د اهدافو څخه ملاتړ- د لوی څارنوالی اهداف
د ملي وحدت اجراییه رییس پدی کنفرانس کی د وینا والو له ډلی څخه یو بل وینا وال وه. هغه په افغانستان کی د اداري فساد شتون تایید کړ. او ویی ویل: " اداري فساد په افغانستان کی ریشي پیدا کړي. د دی له منځه وړل زیاتو هڅو ته اړتیا لري. تاسی ته ډاډ درکوم چه د ملي یووالی حکومت ددی کنفرانس د اهدافو ته په رسیدو کی چه د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی او اداری فساد سره مبارزه ده ژمن دی او په قاطعانه او جدی توګه د کنفرانس د اهدافو ملاتړ کوي. د ملي وحدت اجراییه رییس په اند د اداري فساد شتون په افغانستان کی پر اقتصاد، ناامني منفی اغیزی لري. او په ورته وخت کی هغه د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی د ټولنی د سلامتی لپاره ضرر رسونکۍ وباله.
دغه کنفرانس پداسی وخت کی ترسره کیږي چه مخکی لدی هم لوی څارنوالی د څارنوالانو دری سرتاسري کنفرانسونه ترسره کړی وه. پدی پرګرامونو کی د لوی څارنوالي د ستونزو او ننګونو د پيژندلو او د هغې د لپاره د حل لارو د پیدا کولو هڅی شوي. د افغانستان د څارنوالانو څلورم سرتاسري کنفرانس دری ورځی دوام وکړ او د حکومتی او نورو دولتی او غیر دولتی ارګانونو او نړیوالو همکارانو څخه پکی شااوخوا ۳۰۰ ګډونکونکو ګډون کړی وه.
د محمد هادي درویش راپور
"