د هیواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي: "اداري فساد او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي په نړیواله کچه افغانستان بدنام کړی. "

hdsadmin
Mon, Nov 21 2016 8:39 AM
ago

 

هغه موضوع چې د افغانستان لوی څارنوال د څارنوالانو د سرتاسري کنفرانس په دریمه ورځ مطرح کړه. دغه کنفرانس د لړم میاشتې په ۱۲ نیټه د کابل په کانټینینټل هوټل کې ترسره شو، چې پکې د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس داکتر عبدالله عبدالله، د هیواد لوی څارنوال محمد فرید حمیدي،د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشرې سیما سمر، ښځو چارو وزارت معینی نبیله مصلح، کورنیو چارو ځینو مسوولانو، داخلي او خارجي خپلواکو ارګانونو مسوولینو، مدني ټولنې مسوولینو، د مرکز او ولایاتونو څخه  د لوی څارنوالۍ مسوولانو ګډون کړی وو.پدې ناسته کې د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالي لاملونو او د هغی سره د مبارزې په اړه بحثونه وشول.

لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د دې پروګرام په پیل کې د ښځو او ماشومانو  پر وړاندې د تاوتریخوالي ځینې لاملونه په ګوته کړل. د ښاغلي حمیدي په باور هغه د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالي سره مبارزې  لپاره جدي او قاطع اراده لري. هغه زیاته کړه: " له بده مرغه اداري فساد او د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالي په نړیواله کچه د افغانستان نوم بدنام کړی دی. "

د هیواد د لوی څارنوال په وینا د قانون د حاکمیت بحران، فقر او تاوتریخوالي چې په دریمه نړۍ کې شتون لري د اقتصادي مسایلو څخه سرچینه نه اخلي، بی عدالتي د قانون نه تطبیقیدل یې د مهمو لاملونو له جملی څخه دی. هغه سوله او امنیت د قانون د حاکمیت سره تړلي وبلله. او زیاته یی کړه: " په افغانستان کی تاوتریخوالۍ د ناامني د سترو لاملونو له ډلی څخه ده. تاوتریخوالۍ جرمونه رامنځ ته کوي تر څو پوری چه د بی عدالتۍ سره مبارزه نوی شوی نه شوکولای سوله او امنیت راولو. "

د ښآغلي حمیدي په اند، تاوتریخوالی، ازار او اذیت په افغانستان کی په یوه عادی کار بدل شوي. د هغه په باور د تاوتریخوالي پر وړاندی یواځی او یواځی عدلي او قضایی هلی ځلی بسنه نه کوي. د تاوتریخوالي سره مبارزي لپاره د عدلی او قضایي، تقنیني، سیاسي او اداري ارګانونو د اقداماتو ټولګه اړينه ده.

د افغانستان لوی څارنوالی په جنایي، تقنیني، اداري او د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی د سیاست په ایجادولو کی د وزیوارنو شورای رول مهم وباله. د هغه په باور د وزیرانو د شورای دارالانشا کولای شی د قوانینو، مقراراتو،او استراتیژیګانو د بیا کتنی د فکر د اتاق په سیر عمل وکړي. دا شورای کولای شي قوانین جنسیتی کړي. په داسی ډول چه د ښځو ځای او مقام پکی خوندي وي، او د هغوی پر وړاندی د تاوتریخوالي د منعی لامل وګرځي.

دا پداسی حال کی ده چه د اساسي قانون ۲۱ ماده هر ډول تبعیض او امتیاز منع کوي. ایا د اساسي قانون دا ماده په ټولنه کی تطبیقیږي؟ د هیواد لویه څارنوالی وایی:"  ددی کار لپاره باید په افغنانستان کی الګوګانی بدلون ومومي. د بیلګی په توګه په افغانستان کی ټول افتخاري نشانونه او مډالونه د نارینوو په نوم دي. پداسی حال کی چه هغه قهرمانی ښځی چه په افغانستان کی یی د حق او عدالت لپاره مبارزی کړي وی بی شمیره دي. باید د اساسي قانون ۲۱ ماده د مکتبونو دنوم ایښودنی،لارو او واټونو،  د مشهورو  ښځو د افتخاري نشانونو په فکر کی  ونیسي."

په ورته وخت کی ښاغلي حمیدي د لوی څارنوالی په تشکیلاتو کی د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی د منعی ، د ماشومانو د تخلفاتو او د بشر د حقونو څخه د ملاتړ معاونیت ایجاد یو مهم ګام و باله.د هغه په وینا دا معاونت یواځی د ښځو او ماشومانو پر وړاندی د تاوتریخوالی سره قانوني او جدی برخورد کوي مګر دا مبارزه به رهبري او مدیرت کړي. هغه وایی: " دهغه معلوماتو څخه په استفاده چه دغه مرستالي یی د تاوتریخوالي د قضیو د تحقیق په جریان کی لاس ته راوړي، کولای شي د افغانستان دولتی اداری وتوانوي چه د ښځو د حقونو څخه د ملاتړ دقیق میکانیزمونه منځ ته راوړي."

د ملي یووالي اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی سره مبارزه جدي موضوع و بلله. د ملي یووالی حکومت اجراییه رییس په باور ددی کنفرانس پایله باید هدف ته د رسیدلو لپاره په عملي اقداماتو بدله شي. هغه په مختلفو محیطونو کی د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی بیلا بیلو ډولونو ته په اشاری سره وویل: " دا مبارزه د یوه فرد څخه پیل کیږی. د ښځو پروړاندی تاوتریخوالی نه یواځی په کورنیو کی بلکه په کاري محیط او ټولنه کی هم شتون لري. ټول باید دهغه سره مبارزه وکړو."

د ملی یووالي حکومت اجراییوي رییس په باور، د تاوتریخوالی سره د مبارزی په برخه کی ښه اقدامات شوي دي، ولی بسنه نه کوي. تاوتریخوالی باید د خلکو په منځ کی په یوی ناروا پدیدي بدل شي. باید ټول سره راټول شو د تاوتریخوالی د فرهنګ سره چه په ټولنه کی په ورځنیزه توګه واقع کیږی مبارزه وکړو.

هغه د الګو د بدلون او د میرمنو په نومونو د افتخاري مډالونو اړولو په اړه د هیواد لوی څارنوال د پیشنهاد ستاینه وکړه او زیاته یی کړه: " پدی برخه کی به اقدامات وشي. ښځو په افغانستان کی ستر کارونه سرته رسولي. یادونه او حاطری یی باید په یاد وساتل شي. دا کار د ښځو لپاره په ځان د اعتماد د کچی د لوړوالی سبب ګرځي. "

په افغانستان کی نزدی څلور لسیزی جنګ د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی لامل بلل کیږی. دا هغه موضوع ده چه  د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره ډاکتر سیما سمر پری باور لري. هغه په کورنیو کی انجونو باندی هلکانو ته امتیاز ورکولو د تاوتریخوالی بل لامل بولي. دهغی به باور دا امتیاز ورکول په کورنیو کی  د ښځور پر وړاندی تاوتریخوالی دی چه په اخر کی په ټولنه کی په تاوتریخوالي بدلیږی. میرمن سمر د کور څخه تیښتی ته اشاره وکړه او زیاته یی کړه: " د کور څخه د انجونو تییښته  جرم دی ولی د هلکانو تیښته جرم نه بلل کیږي."

 قدرت فزیکی مردان نسبت به زنان، مسایل اقتصادی و کسب درآمد، عنعنات نا پسند و عدم دسترسی زنان به  خدمات عدلی از موارد مشخص دیگری است که به باور بانو سمر، سبب خشونت علیه زنان می شوند.

د ښځو په پرتله د نارینوو فزیکی پیاوړتیا، اقتصادی مسایل او ګټه، بی ځایه عنعنات او عدلي خدمتونو ته د ښځو نه لاس رسې د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی نور لاملونه دي. د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی ، د ماشومانو د تخلفات او د بشرد حقونو څخه د ملاتړ په چارو کی د لوی څارنوال مرستیالی پوهنمل ملیحه حسن په سیاسي نظام کی د بی ثباتی د تاوتریخوالي لاملونه و بلل. د هغه په باور په هغه ټولنه کی چه ښځي د تاوتریخوالی ښکار ګرځی پایلی یی د فرهنګ او ټولنیز نظام په ورانیدو تمامیږي.

د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي د قضیو بی پری تحقیقات، د تاوتریخوالی د عاملانو قانوني تحقیق، د کارکونکو د ظرفیت د کچی لوړول او د قوانینو په ځانګړی توګه د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی د قانون په اړه پوهاوي ورکول، د هغو مواردو څخه دی چه میرمن حسن د خپل کار د لمړیتوبونو څخه یاد کړل. هغی د تاوتریخوالی د قربانی شوو ښځو د ملاتړ په اړه وویل: "  مونږ هڅی کوو چه په لویه څارنوالی کی د رواني درملنی مرکز ایجاد کړو. په ورته وخت کی به د لوړو زدکړو وزارت، د عامی روغتیا وزارت،د پوهنی وزارت، د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی د مبارزی محلي ارګانونو سره په همغږی پدی برخه کی کار وشي، ټاکلی ده چه زر به ددی ارګانونو سره یو توافق خط امضآ شي. دا ارګانونه به د لوی څارنوالی سره د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی په مبارزه کی مرسته وکړي.

په ورته وخت کی د څارنوالانو د سرتاسري  کنفرانس په دویمه ورځ د  مدافع وکیلانو د خپلواکی ټولنی مسوولانو، او د افغانستان د څارنوالانو ټولنی مسوولانو هم د اداري فساد او د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي په اړه خبرې وکړی. دا کنفرانس په داسی وخت کی ترسره کیږی چه د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی ځانګړی څارنوالی د راپور پر اساس د کال د پیل څخه د لړم تر میاشتی پوری په دغه ریاست کی د تاوتریخوالی ۲۴۶۲ قضیی ثبت شوي. هغه ژمنو ته په کتو سره چه د دولت لوړپوړو چارواکو وکړی انتظار کیږی چه د ښځو او ماشومان پر وړاندی د تاوتریخوالي په برخه کی به مهم ګامونه واخیستل شي.

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS