دقیقه اطلاع رسونه کولای شي د عدلي او قضایي دستګاه په اړه د خلکو د اعتماد کچه لوړه کړي

hdsadmin
Wed, Mar 01 2017 8:39 AM
ago

 

دا هغه موضوع وه چې د افغانستان لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د لویې څارنوالۍ په مشورتي غونډه کې د رسنیو سره شریکه کړه.  دا برنامه د چهار شنبې په ورځ چې د روان کال سلواغې د میاشتې ۱۳ نیټې سره سمون لري د مسلکي زدکړو انسټیټیوت په تالار کې ترسره شوه. د هیواد لوی څارنوال د رسنیو استازو او د لوی څارنوالۍ ځینِي  مسوولینو پدې پروګرام کې ګډون کړی وو.

 د بیان ازادۍ او مطبوعاتو(خپرونو) څخه ملاتړ

د افغانستان لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د قانون په تطبیق کی د رسنیو رول  ارزښت لرونکی  وباله. د هغه په باور رسنۍ د عدلي او قضایي نهادونو لپاره په افغانستان کی یو ډاډمن مټ دی. ښاغلي حمیدي په ټول افغانستان کې د ستونزمنو شرایطو کی د خبریالانو کار د عدالت د تامین لپاره هڅې وبللې.  هغه د بیان ازادۍ ته په اشارې سره وویل " زه د دې ادارې د مسوول ــ د قانون د تطبیقوونکي نهاد په حیث د ررسنیو د مقام او حقونو څخه ملاتړ کوم. "

باخبره ښاریان

ښاغلي حمیدي د عدالت تأمین او په پوهاوي ورکونه کی د رسنیو رول ارزښت لرونکی  وباله. د هیواد د لوی څارنوال په باور ښاریانو ته د حقوقي پوهاوي ورکونه کولای شي د قانون په تطبیق ښه اغیزه ولري، خلک د قانون پر بنسټ معلوماتو ته د لاس رسي لرلو حق لري:" د قانون حاکمیت یواځی د عدلي او قضایي د ستګاه په شتون کی امکان لري. "

لوی څارنوال د فاسدو هیوادونو د نوم لړ څخه د افغانستان د نوم د لری کیدو (حذف کیدل) د رسنیو هڅو پایله و بلله.  هغه پدی اړه وویل: "د نوم لړ څخه د افغانستان د نوم د لری کیدو  یو لامل د رسنیو لخوا د علني محاکمو خپریدل دي. "

د خبریالانو امنیت

د خبریالانو سره د تاوتریخوالي د پیښو څیړنه بله موضوع وه چه د هیواد لوی څارنوال مطرح کړه. د ښاغلي حمیدي په اند د تاوتریخوالي هغه پیښی چه پخوا د خبریالانو په حق کی شوي څیړل کیږي. لویه څارنوالي به د خبریالانو د مصونیت کمیټی سره د ګډ کار پایلې د رسنیو سره شریکې کړي. هغه زیاته کړه: " مونږ به د قضیو د تورنو سره د قاطعیت سره د قانون مطابق رسیدګي وکړو. "

د لوی څارنوال ویاند جمشید رسولي، د رسنیو سره د معلوماتو رسونې لپاره د دقیقې همغږۍ رامنځ ته کول ددی برنامی مهم هدف وباله. د لوی څارنوالۍ دندې او صلاحیتونو پیژندل، د جرمونو د ډولونو پیژندل، د تورن ، مظنون او مجرم حقونه، د شکمنو، تورنو حقونو ته پام سره د لوی څارنوالۍ د اجراآتو په اړه د معلوماتو شریکول، او اطلاعاتو ته د لاس رسي او احتیاطي تدابیرو قانون دهغه مواردو څخه وو چې  ښاغلي رسولي ددی برنامې د نورو اهدافو څخه وبلل. هغه پدی اړه وویل:  "ځینی وخت د اطلاع رسونې په پروسه کی قانوني محدودیتونه شتون لري. مونږ باید د داسی موضوعګانو سره په داسی ډول سروکار ولرو چی له یو پلوه اطلاعاتو ته د لاس رسي د حق قانو رعایت شي او له بل پلوه د تورن حقونه هم په نظر کی ولرو. "

 

د انساني کرامت ژغورنه

د لویې څارنوالۍ د مسلکي زدکړو انسټیټیوټ رییس داکتر غلام حیدر علامه، پدی برنامه کی د تورنو د شکمنو، د حقونو او اطلاع رسونۍ په اړه خبرې وکړې او وویل: "  د رسنیو او لوی څارنوالۍ غوښتنې باید د قانون په چوکاټ کی مطرح شي. د انساني کرامت ژغورنه د لوی څارنوالۍ د ندو د جملی څخه ده. رسنۍ هم باید دا حق رعایت کړي."

د وګړو ټولنیز حیثیت ته  پاملرنه

دا هغه موضوع وه چې د اداري فساد پر وړاندی د مبارزې ریاست مطرح کړه. د هغه په باور د اطلاع رسونې پر مهال باید د افرادو حیثیت په پام کی ونیول شي. د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي قضیی، د داخلي او خارجي امنیت پر وړاندی جرمونه، د اداري فساد جرمونه او سازمان شوي  جرمونه هغه موارد دي  چی په اړه یی اطلاع رسونه کولای شی د تحقیق په پروسه کی ستونزې پیدا کړي، هغه زیاته کړه: " پدی موضوعګانو کی باید د افرادو حیثیت په پام کی ونیول شي. د بیلګې  په توګه د تاوتریخوالي قضیې ، په مستقیمه توګه د یوې  کورنۍ  د ټولنیز مقام سره تړاو لري. د وخت څخه د مخه اطلاع رسونه پدې اړه کولای شي د کورنیو ابرو په خطر کې واچوي.

د دې څخه دمخه د رسنیو او مدني ټولنې استازي د لویې څارنوالۍ  عالي شورا ته بلل شوي وو. خپل ډول کې دا لمړۍ ځل وو چې د لویې څارنوالۍ مشورتي ناسته د رسنيو سره ترسره کیږي.

  

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS