د لوی څارنوالی عالي شورای غونډه د هیواد لوی څارنوال ښاغلي حمیدي تر مشری لاندی ترسره شوه

hdsadmin
Wed, Apr 05 2017 8:39 AM
ago

د غونډی په پیل کی د مخدره توکو د هغه شکمنو په اړه چې  قضیې  یې  ورستي پړاو ته رسیدلي  د کابل ولایت استیناف څارنوالۍ  وړاندیز په اړه بحث او خبرې  وشوې . په  یاد وړاندیز کی  د هغه بندیانو په اړه یادونه شوی  چې  د حبس دوره یې  بشپړه شوې  ولی د ضمانت د ورکړې څخه سرغړونه کوي تر څو د بند څخه ازاد شي. د کابل استیناف څارنوالۍ  رییس د عالي شورا  پخواني  پریکړې پر اساس په دی اړه شورا ته توضیحات ورکړل.

عالي شورا ټینګار وکړ چې  د قانون تفسیر دی د تورنو په ګټه تعبیر شي. لوی څارنوالي دی باید د عدالت تامینونکي نهاد په څیر د خلکود حقونو څخه ملاتړ وکړي. شورا د تدقیق او مطالعاتو ریاست ته دنده وسپارله چې  د موضوع ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره دی  هر اړخیز تحقیق ترسره کړي او پایلې  دی عالي شورا سره شریکې کړي.

د هغه قضیو په اړه چې  د مخدره توکو نه بلل کیږي ولی دهغی په ترکیب او د حجم  په زیاتوالي کی تری کار اخیستل کیږي  د مسکراتو او مخدره توکو پر ضد د مبارزی اختصاصي څارنوالۍ  عمومي ریاست وړاندیز په اړه بحث او خبرې وشوې .

عالي شورا پرکیړه وکړه څارنوالۍ  یواځی هغه توکي چې  ساتل، انتقالول، او ورڅخه ګټه اخیستل په قانون کی منعه وي څاري او د عدلي تعقیب لاندی نیسي.

د غوندې په بله برخه کی د هغه افرادو د شکایتونو چی ممنوع الخروج اعلان شوي  د کمیسیون د رامنځ ته کولو په اړه   د احکامو د تنفیذ څارنوالۍ ریاست وړاندیز تر بحث لاندی ونیول شو.

عالي شورا پدی اړه د احکامو د تنفیذ څارنوالۍ  په ریاست کی  د دی موضوع د سوابقو د شتون له امله دی ریاست ته دنده وسپارله تر څو لدی ورسته دی د هغه کسانو په اړه چی د خپلې  ممنوع الخروجي د رفعی لپاره لوی څارنوالۍ ته درخواست ورکوي باید اجراات وکړي.

د دې غونډې په بله برخه کی د تخفیف او عفو ې  څخه د محبوسینو او محجوزینو د استفادی په اړه د تدقیق او مطالعاتو ریاست تدقیقي نظر په اړه بحث او خبرې  وشوي.

عالي شورا د تدقیق او مطالعاتو ریاست لخوا  څلور تحقیق شوي موارد تایید کړل. د ابراء‌ د موضوع په اړه پرکړه وشوه ترڅو یاد ریاست دی د عدالت د غوره تأمین او د خلکو د ازادیو څخه د دفاع لپاره لا زیات او دقیق تحقیقات ترسره کړي.

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS