د لوی څارنوالی عالي شورای غونډه د هیواد لوی څارنوال ښاغلي حمیدي تر مشری لاندی ترسره شوه
د غونډی په پیل کی د مخدره توکو د هغه شکمنو په اړه چې قضیې یې ورستي پړاو ته رسیدلي د کابل ولایت استیناف څارنوالۍ وړاندیز په اړه بحث او خبرې وشوې . په یاد وړاندیز کی د هغه بندیانو په اړه یادونه شوی چې د حبس دوره یې بشپړه شوې ولی د ضمانت د ورکړې څخه سرغړونه کوي تر څو د بند څخه ازاد شي. د کابل استیناف څارنوالۍ رییس د عالي شورا پخواني پریکړې پر اساس په دی اړه شورا ته توضیحات ورکړل.
عالي شورا ټینګار وکړ چې د قانون تفسیر دی د تورنو په ګټه تعبیر شي. لوی څارنوالي دی باید د عدالت تامینونکي نهاد په څیر د خلکود حقونو څخه ملاتړ وکړي. شورا د تدقیق او مطالعاتو ریاست ته دنده وسپارله چې د موضوع ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره دی هر اړخیز تحقیق ترسره کړي او پایلې دی عالي شورا سره شریکې کړي.
د هغه قضیو په اړه چې د مخدره توکو نه بلل کیږي ولی دهغی په ترکیب او د حجم په زیاتوالي کی تری کار اخیستل کیږي د مسکراتو او مخدره توکو پر ضد د مبارزی اختصاصي څارنوالۍ عمومي ریاست وړاندیز په اړه بحث او خبرې وشوې .
عالي شورا پرکیړه وکړه څارنوالۍ یواځی هغه توکي چې ساتل، انتقالول، او ورڅخه ګټه اخیستل په قانون کی منعه وي څاري او د عدلي تعقیب لاندی نیسي.
د غوندې په بله برخه کی د هغه افرادو د شکایتونو چی ممنوع الخروج اعلان شوي د کمیسیون د رامنځ ته کولو په اړه د احکامو د تنفیذ څارنوالۍ ریاست وړاندیز تر بحث لاندی ونیول شو.
عالي شورا پدی اړه د احکامو د تنفیذ څارنوالۍ په ریاست کی د دی موضوع د سوابقو د شتون له امله دی ریاست ته دنده وسپارله تر څو لدی ورسته دی د هغه کسانو په اړه چی د خپلې ممنوع الخروجي د رفعی لپاره لوی څارنوالۍ ته درخواست ورکوي باید اجراات وکړي.
د دې غونډې په بله برخه کی د تخفیف او عفو ې څخه د محبوسینو او محجوزینو د استفادی په اړه د تدقیق او مطالعاتو ریاست تدقیقي نظر په اړه بحث او خبرې وشوي.
عالي شورا د تدقیق او مطالعاتو ریاست لخوا څلور تحقیق شوي موارد تایید کړل. د ابراء د موضوع په اړه پرکړه وشوه ترڅو یاد ریاست دی د عدالت د غوره تأمین او د خلکو د ازادیو څخه د دفاع لپاره لا زیات او دقیق تحقیقات ترسره کړي.
"