په تیر ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د لویې څارنوالې لاسته راوړنې

hdsadmin
Tue, Mar 14 2017 8:39 AM
ago

 

د کب میاشتې په ۲۳ نیټه د لویې څارنوالۍ ، عدلیې وزارت ، د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې ، د تفتیش خپلواکې ادارې او کانونو وزارت د لاسته راوړنو او کارکړنو په اړه خبري ناسته ترسره شوه چې پکې د یادو ادارو استازو او رسنیو برخه درلوده.

پدې کنفرانس کې د لویې څارنوالۍ ویاند ښاغلي جمشید رسولې د لویې څارنوالۍ د لاسته راوړنو او کارکړنو په اړه وویل ، (( لویې څارنوالۍ خپلې ټولې دندې ، مسئولیتونه او مکلفیتونه د اساسي قانون د ۳۴ مادې مطابق په پوره استقلالیت ، بې طرفۍ ، انساني کرامت ته په درناوي ، د بشري حقونو خوندیتوب په جدیت او پریکنده ډول مخکې وړي دي.

د ښاغلي رسولي په وینا له فساد سره د مبارزې په برخه کې د بشري سرچینو له لارې د نویو کسانو استخدام ، له درنو جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د عدلي او قضایې مرکز رامینځته کول ، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې څارنوالۍ رامینځته کول چې د درنو جرمونو پولیس هم ورسره همکاري د لویې څآرنوالۍ له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

د رسولې له قوله ، لویې څارنوالۍ ۳۴ زره او ۲۸۴ قضیې په ۱۳۹۵ کال د اساسي قانون له حکمونو سره سم څيړلې او په مخ وړې دي.

لدې ډلې ۱۲ زره او ۸۱۱ قضیې وروسته د تورن پاڼو له ترتیبه ، د څيړنو د شواهدو او اسنادو پر اساس تکمیل شوې او محکمې ته لیږل شوې دي ، ۹ زره او ۴۹۲ قضیې استیناف محکمې فیصله کړې او ۱۱ زره او ۲۰۴ له طي مراحل وروسته د اسنادو او شوادو سره قطعي او وروستۍ شوې ، یو زر او ۳۱۴ قضیې د کافي الزامي دلایلو د نشتوالي امله ساتل شوې ندي او ۲۵ زره ۷۷۷ قضیې چې مخکې یادې شوې قضیې هم پکې شاملې دي تر برسۍ لاندې دي.

د لويې څآرنوالې لخوا په ۱۳۹۵ کال کې ۴۲ زره او ۶۳۸ قضیو ته رسیدګې شوې چې ۳۴ زره او ۲۸۴ لدې قضیو د ۱۳۹۵ کال دي او پاتې نورې ۱۳۹۴ کال څخه پاتې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند وایې د یادو شویو قضیو له ډلې ۲۷۰ زره او ۳۹ قضیې ملکي دي او ۳ زره او ۴۵۷ هم په نظامي څارنوالۍ پورې، ۳ زره او ۳۷۴ قضیې د کورني او بهرني امنیت د جرمونو د څارنوالۍ پورې ، ۹۴۰  قضیې د ښځو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ پورې ، ۴۵۰ قضیې د نیشه ای توکو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ پورې ، او یو زر او ۴۷۴ نورې د فساد پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ پورې اړه لري.

ددې ټولو قضیو له ډلې ۴۷ میلونه ۵۶۰ زره افغانۍ ، ۱۰ میلونه ۷۲۶ زره ۷۹۴ امریکایې ډالر ، دوه میلونه ۸۲۹ زره ۲۸۴ پاکستانۍ کلدارې  لس زره هندې کلدارې ، ۵۰۳ زره ۵۰۰ ایراني تومان ، او یو زر ۴۰۰ د سعودي عرب ریاله چې پدې قضیو کې حیف و میل شوې وي د افغانستان د دولت بودیجې ته انتقال شو ې دي.

همداراز ۹۶ موټر دوه موټرسایکله ، ۲۳۲ سیټه موبایلونه ، ۵۵۸ مختلف الډوله وسلې ، ۶۰۳ ډول ډول مرمۍ ۱۴ چاقو او برچې د څارنوالۍ د منسوبانو لخوا کشف اوضبط شوې دي.

د نیشه ای توکو په برخه کې د اړوندو قضیو څخه په ۱۳۹۵ کال کې د له نیشه ای توکو او مسکراتو څارنوالۍ لخوا ۶۰ زره ۲ کلیوګرامه هیرویین ، ۹۰ زره ۵۵۸ کیلو ګرامه تریاک ، ۱۷ زره ۷۱۵ کیلو ګرامه چرس ، ۲۹ زره او ۳۱۵ ګرامه کیمیاوي مشتقات او الکولي مشروبات د څارنوالۍ لخوا نیول شوي او او مظنونین یې تر څیړنو لاندې دي.

د رسولې په وینا ، د عدلي او قضایې مرکز له جوړښته تر اوسه ۶۷ قضیې څيړل شوې چې پکې د ادارې فساد درانه جرمونه هم شامل دي.

د عدلي او قضایې مرکز له څيړنو او برسۍ وروسته ددې قضیو په تړاو ۴۴ تنه تر څيړنو لاندې دي او ۱۳ قضیې نورې هم ددې ادارې تر کشفي فعالیت لاندې دي.

په ټولیزه توګه ددې قضیو له جملې ، آته تنه مجرمین چې په علني توګه محکوم شوي او ټول ۱۹ ته محکومین پکې شامل دي.

د عدلي او قضایي مرکز د څانګړې څارنوالۍ لخوا د څيړل شویو قضیو له لارې ۵۲ میلونه ۵۶۷ زره او ۲۶۳ زره افغانۍ ، ۸۴۰ زره او ۷۰۰ ډالر او درانګه ځمکې او نور شیان د دولت بودیجې ته سپارل شوي دي.

دا پداسې حال کې ده چې په تیرو کلونو کې زورواکانو او د قدرت خاوندانو له مختلفو لارې دولتي وسایل اوځمکې غصب کړې کړې وي او په مختلفو ډولونو یې ترې استفاده کوله.

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS