د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست سره د مالي او اداري معاونیت لومړۍ میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

hdsadmin
Mon, Apr 17 2017 8:39 AM
ago

 

دغه غونډه نن د دوشنبې په ورځ د وري میاشتې په ۲۸ مه نیټه د خپرونو او عامه پوهاوي د ښه والې په موخه  د لوی څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وحید الدین ارغون ، د معلوماتو او عامه اړیکو مشر شاه محمد خپلواک او د رياست د نورو کارکوونکو په ګډون  ترسره شوه.

په غونډه کې ، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د دندو لایحې، کاري برنامې ، او د فعالیتونو د بیا کتنې طریقې او د اسې نوروموضوعګانو په اړه خبرې وشوې . د لوی څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال په باور عامه پوهاوی د دې ریاست د مهمو او ارزښت لرونکو مسؤلیتونو څخه دی. د عامه پوهاوي د برنامو پراخوالی، رسنیو څخه څارنه، د چاپي او الکترونیکي خپرونو د کیفیت ښه والی او کتابتون د هغه موضوعګانو څخه وو چې ښاغلي ارغون پری ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه:" ډیر ژر به د لوی څارنوالۍ عالي شورا په غونډه کې د لوی څارنوالۍ د خپرونو کړنلارې په اړه بحث او خبرې ترسره  وشي. یاده کړنلاره به د عالي شورا د تایید وروسته د اجرا وړ وي. دغه کړنلاره کولای شي د لوی څارنوالۍ د رسنیو د برنامو په ښه والي کې مرسته وکړي".

په غونډه کې ښاغلی خپلواک د اطلاعاتو او عامه اړیکو  رياست د  برنامو او  کړنو څخه یادونه وکړه. کاري  برنامې، د خپرونو او ارتباطي کارونو  تنظیم، او د دې ریاست  نوي  برنامې  هغه ارزښت لرونکي  موضوعګانې وې   چې داطلاعاتو  او عامه اړیکو  رئيس يی په اړه خبرې  وکړې.  د نوموړې په وینا، دا ریاست د پوهاوي  زیاتې برنامې  په پام کې لري. نوموړي  زیاته کړه: " د اطلاعاتو او عامه اړیکو رياست په پام کې لري  چې بروشورونه ، خبر پاڼې، بیلبوردونه چاپ کړي  او لنډې  تلویزوني  او راډیويي   تبلیغاتي برنامې ترسره کړي. دغه پروګرامونه چمتو شوي او ډیر ژر به عملي شي. "

په غونډه کې، د یاد ریاست د  ننګونو  او ستونزو په اړه  هم  خبرې وشوې . د کارکوونکو ،  تخنیکي او مالي وسایلو کموالی   د مهمو ننګونو  په توګه په غونډه کې مطرح شو. مالي او اداري مرستیال ژمنه وکړه چې د دې ستونزو د حل لپاره به هلې  ځلې  وکړي. هغه د خپلو خبرو په  ترڅ کې وویل: " د اطلاعاتو او عامه اړیکو رياست خالي  بستونه به ډیر ژراعلان شي. وړتیا لرونکي  هغه کارکوونکي چې تردی  دمه د  رتبو او معاشونو په نوي  سیستم کې ندي شامل شوي  په سیستم کې به شامل شي. د دې  کار د ترسره کیدو سره به  له یوې خوا د کارکونکو تنخوا  زیاته شي او له بلې  خوا به وکولای  شو ښه ظرفیتونه وګمارو. "

ټاکلې ده له دې وروسته د لوی څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال د دې  معاونیت د اثر لاندی ریاستونو سره میاشتنۍ غونډې تر سره کړي.  

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS