لوی څارنوالۍ کې د فاتحې مراسم ترسره شو

دغه مراسم په هېواد کې د وروستیو پېښو شهیدانو روح ته د دعا په موخه نن شنبه د غبرګولي په ۲۰ نیټه په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال، د دې ادارې رئیسانو او نورو کارکوونکو په ګډون په دارالامان کې د یادې ادارې په ودانۍ کې ترسره شو.
د مراسم ګډونوالو د شهیدانو روح ته دعا وکړه او له لوی خدای تعالی یې د دوی کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
پدې وروستیو کې د افغانستان دښمنانو په کابل او ولایتونو کې وحشیانه حملې ترسره کړ او ځیني کورنۍ یې د غم په تغر کیښودل. د افغانستان لویه څارنوالي د دې مراسمو په ترسره کولو ځان د خلکو په غم کې شریک ګڼي.
"