په امنیتي او دفاعي سکتور کې له اداري فساد سره د مبارزې ګډ کنفرانس ترسره شو

hdsadmin
Tue, Aug 08 2017 8:39 AM
ashraf ghani

 

دا کنفرانس د افغانستان جمهور رییس ډاکټر محمد اشرف غني، د جمهور رییس دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش، لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د ملي دفاع وزارت سرپرست تورن جنرال طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزارت مرستیال جانان بارکزي، د ملي امنیت عمومي رییس محمد معصوم ستانکزي، د کابینې غړو او د ګڼو نورو لوړپوړو دولتي چارواکو په ګډون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د روان کال د زمري پر ۱۷ پيل شو.

د یاد کنفرانس په پيل کې د لويې څارنوالۍ، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست تر منځ د افغانستان په امنیتي او دفاعي سکتور کې له اداري فساد سره د مبارزې ګډ کنفرانس تر نامه لاندې هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به يې یاد بنسټونه له اداري فساد سره په ګډه جدي مبارزه پیلوي.

جمهور رییس ډاکټر محمد اشرف غني د کنفرانس په پيل کې وویل: «د ښه ژوند لپاره باید له اداري فساد سره جدي مبارزه وشي.»

نوموړي خوښي څرګنده کړه، چې د امنیتي، دفاعي، عدلي او قضايي ادارو تر منځ دا ډول هوکړه لیک لاسلیکول یو نېک ګام دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اداري فساد په عواملو بحث وکړ او زیاته يې کړه: «په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اداري فساد د ريښو معلومول او له منځه وړل د دغه کنفرانس اصلي موخه ده.»

ښاغلي حمیدي ټینګار وکړ، چې دا کنفرانس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په موخه پيل شوی. د نوموړي په وینا، د دې هوکړه لیک په لاسلیکولو سره به د یادو بنسټونو تر منځ له اداري فساد سره د مبارزې د مرستې او همغږۍ ګټور میکانیزم رامنځته شي.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه، چې امنیتي او دفاعي بنسټونه ورځ په ورځ قانونمنده کېږي او په هر ډول شرایطو کې د جرم له ترسره کولو څخه ځان ساتي، چې دا د امنیتي ځواکونو د رښتیني خدمت او قانون منلو ښکارندويي کوي.

په ورته مهال کې د افغانستان ملي دفاع سرپرست تورن جنرال طارق شاه بهرامي له اداري فساد سره د دغه وزارت پر کلکې مبارزې ټینګار وکړه او زیاته يې کړه، چې په سږني کال کې له وظیفوي واک نه د ناوړه ګټه اخيستنې ۱۲۲ قضیې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوې، چې له مخې يې ۳۳۱ تورن کسان محاکمه شوي هم دي.

ښاغلي بهرامي د دفاع وزارت او درېیو نورو ادارو تر منځ د هوکړه لیک پر لاسلیک کېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ویل: «د دغه هوکړه لیک په امضا کېدو سره به نه یوازې د لویې څارنوالۍ، ملي امنیت عمومي ریاست، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تر منځ له اداري فساد سره د مبارزې ګډه همکاري رامنځته شي؛ بلکې په تدارکاتي او لوژيستيکي برخه کې به د فساد مخه هم ونیول شي.»

بل پلو د کورنیو چارود وزارت مرستیال جنان بارکزي له فساد سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت د کلک هوډ یادونه وکړه او زیاته يې کړه، چې کورنیو چارو وزارت بشري سرچینو معلوماتي بانک باید له سره وارزول شي، چې د خیالي سرتېرو د موجودیت مخه ونیول شي.

د ملي امنیت عمومي رییس محمد معصوم ستانکزي په کنفرانس کې د اداري فساد پر وړاندې پر جدي مبارزې ټینګار وکړ. نوموړي د خبرو په ترڅ کې وویل: «موږ هغه مهال د سرتېرو حقوق پرځای کولای شو، چې له اداري فساد سره رښتينې مبارزه وکړو.»

د یادونې وړ ده، چې دا کنفرانس دوه ورځې نور هم دوام کوي او په یاد کنفرانس کې به له اداري فساد سره د مبارزې لپاره ګټورې لارې رامنځته شي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS