له خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضيې به وڅېړل شي

hdsadmin
Mon, Dec 25 2017 4:51 PM
54

د افغانستان لوی څارنوال دغه څرګندونې د حکومت او رسنیو ګډې کمېټې د یو کلنۍ د نمانځنې په موخه جوړه شوې غونډه کې د ۱۳۹۶ کال د مرغومي پر درېیمه کړې دي.

په دغه غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال او د دغه کمېټې رئیس قانونپوه محمد سرور دانش، د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د کابينې غړیو، د دولتي ادارو معینانو او د خبریالانو د ملي اتحاديې غړیو ګډون کړی و.

د جمهور رئیس لومړي مرستیال د دغه کمېټې فعالیتونه د خبریالانو د حقونو د دفاع او خوندیتابه په برخه کې د ستاینې وړ وبلل او زیاته يې کړه، چې رسنیو په تېره یوه نیمه لسیزه کې د پاموړ پرمختګونه کړي دي.

ښاغلي دانش ازادۍ ته د ولس تمایل د رسنیو د پرمختګ لامل وګاڼه او ویې ویل، چې له بده مرغه اوس هم زموږ پر ځینو رسنیو د افراطیت سیوری غوړېدلی دی.

د جمهور رئیس دویم مرستیال ټینګار وکړ، چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضيې به په جدي توګه وڅېړل شي.

نوموړی د بیان ازادۍ ساتنه په هر حالت کې اړینه ګڼي او ټینګار کوي، چې افغان حکومت پر رسنیو او بیان ازادۍ د تعرض حق نه لري.

ښاغلي دانش په نژدې راتلونکي کې د تبغیض او تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د تدوين په اړه وویل: «دغه قانون د هېوادوالو د حقونو د خوندیتابه په برخه کې خورا اړین بلل شوی او همداراز په راروانه اونۍ کې به د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ هم پيل شي.»

له دې سره سم د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي له خبریالانو او بیان ازادي څخه د ملاتړ تر څنګ وویل، چې له خبریالانو سره د هر ډول ناقانونه چلند کوونکو سره به قانوني عمل وشي.

ښاغلي حمیدي د دغه کمېټې او د هېواد د صوتي او تصویري رسنیو فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه، چې اوسمهال د ولس پوښتنو ته د نه ځوابونې دود له منځه تللی او په دې برخه کې د رسنیو رول خورا اغېزناک ثابتېدلی شي.

نوموړي وویل، چې رسنۍ له فساد سره د مبارزې په برخه کې د لويې څارنوالۍ مرستندويې دي.

دی وايي: «د قضیو په اړه د رسنیو له خوا د هراړخیزو معلوماتو خپرولو، دغو ادارو ته د عدلي او قضايي بنسټونو پام وراوښتی دی.»

ښاغلي لوی څارنوال زیاته کړه: «موږ د افغانستان د خلکو او د بیان آزادۍ ته ژمن یو او همداراز د بیان ازادي د هېواد د نافذه او نړیوالو قوانینو یو اصل دي او موږ دغه اصل ته پوره پام کوو.»

ښاغلي حمیدي زیاته کړه، موږ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي اورېدنې له کمېسیون سره هراړخیزه مرسته کوو او په دې برخه کې شته ستونزې به هم ژر تر ژره هوارې شي.»

په ورته مهال کې د افغانستان د رسنیو او ژورنالېستانو د بنسټونو فدراسیون غړي او د دغې کمېټې مرستیال د حکومت او رسنیو تر منځ د کمېټې جوړونه د نړۍ په کچه بې سارې وبلله او زیاته یې کړه، چې تر اوسه د دا ډول کمېټو بېلګه په نړۍ کې نه ده لیدل شوې.

نوموړي وویل: دغې کمېټې د تېر یوه کال په اوږدو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۷۰۰ قضيې څېړلې دي. د ده په خبره، د یادو شویو قضیو څېړنه په تېرو ۱۵ کالو کې خورا ستونزمنه وه. نوموړی وايي، دغې کمېټې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۷۲ قضيې د څېړنې وړ بللې دي او پاتې نورې يې د مختلفو عواملو له امله مسترد کړې دي. نوموړی زیاتوي، د ۱۷۲ قضیو له جملې څخه ۳۳ قضيې لويې څارنوالۍ ته راجع شوې، چې ۲۳ قضيې يې پای ته رسېدلي او پاتې نورې يې تر اوسه په څارنوالۍ کې تر څېړنې لاندې دي.

د دغې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي پییر مایدون وویل، چې ملي وحدت حکومت د بیان ازداۍ په پراختیا په برخه کې او له رسنیو سره پوره همکاري کوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د بشر حقوق او بیان ازادي د اروپايي ټولنې د غړیو هېوادونو لومړیتوبونه ګڼل کېږي او دا ټولنه به په دغه برخه کې له مسؤولانو سره بشپړه همکاري وکړي.

بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال فاضل سانچارکي د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې په اړه وویل، چې د رسنیو په ډیجیټل کېدو سره به د رسنیو په فعالیتونو کې ښه والی راشي.

د ښاغلي سانچارکي په وینا، افغانستان د یونیسکو سازمان په وروستۍ ډلبندۍ کې د بیان د ازادۍ په برخه کې اوسمهال له سرې کرښې څخه شنې کرښې ته صعود کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د حکومت او رسنیو ګډه کمېټه په ۱۳۹۵ کال د تلې پر ۱۲ فعالیت پيل کړ او د خبریالانو او رسنیو د حقونو د ملاتړ، د بیان ازادۍ د پراختیا په برخه کې کار کوي.  

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS