لویي څارنوالۍ د دغې ادارې د متقاعدانو د خدمتونو نمانځغونډه جوړه کړه

hdsadmin
Tue, Feb 06 2018 2:10 PM
223

لویې څارنوالۍ د دغې ادارې د  متقاعدانو د خدمتونو د قدرونې په موخه په دغه اداره کې د ۱۳۹۶ کال د سلواغې پر ۱۷ نمانځغونډه جوړه کړه.

په دغه نمانځغونډه کې د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون، رئیسانو، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت او همداراز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون استازیو ګډون کړی و.

په نوموړې غونډه کې د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي  متقاعدانو ته په خطاب کې وویل، چې  متقاعدانو د ژوند زرین دور د قانون د حاکمیت، د عدالت د ټینګښت او د مظلوم د فاع په برخه کې تېر کړی دی.

ښاغلي حمیدي همداراز زیاته کړه: «اصلاحات یواځې د ژمن کارکوونکو او کار اهل کار ته په سپارنه نه خلاصه کېږي، بلکې د یوې خدمتګارې ادارې د رامنځته کولو لپاره میکانیزم هم اړین دی او هره اداره د کارکوونکي د ګومارنې له پيله باید د هغه تقاعد ته پام وکړي.»

نوموړي له  متقاعدانو نه د مننې تر څنګ زیاته کړه، چې د دوی تجربې موږ پياوړي کوي او د لویه څارنوالۍ په ادره کې د هرې دوسیې په څېړنه کې د هغوی زیار او هڅه په څرګند ډول لیدل کېږي.

د ښاغلي حمیدي په وینا، تقاعد د رسمي ژوند یو پړاو دی او باعزته تقاوت پخپله د متقاعد او ادارې د سړلوړۍ خبره ده.

په ورته مهال کې د تقاعد د خزانې عمومي رئيس خلیل الرحمن غزنوي ټینګار کوي، چې اوسمهال د  متقاعدانو د ثبت بایومتریک سیسټم د هېواد په مرکز او پنځو زونونو جلاال اباد، کندهار، هرات، کندوز او پکتیا کې پيل شوي، چې دا بهیر د خیالي  متقاعدانو د شته والي ستونزه له منځه ځي او همدارز دا بهیر د  متقاعدانو د معاشاتو په منظم وېش کې هم خورا اغېزناک ثابتېدای شي.

ښاغلي غزنوي زیاته کړه: «موږ اوسمهال په افغانستان کې ټولټال څه باندې ۱۳۵ زره  متقاعدان لرو، چې له دې جملې يې نژدې ۱۰۷ زره په مزکز او پاتې نور يې په ولایتونو کې دي، چې د معاشاتو د سیسټم د توزېع چارې يې په منظم ډول پر مخ روانې دي.»

له دې سره سم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د شکایتونو د بورډ رئیس روح الله امین وویل، چې ټولنه د عدالت په مرسته سره راټولېدی شي او عدالت د وګړ ازادي تأمینوي. دی وايي، چې تقاعد د ژوند یو نوی فصل پيل دی او موږ د  متقاعدانو د زحمتونو پوروړي یو.

له بلې خوا د لویې څارنوالۍ د متقاعدانو په استازیتوب عبدالبشیر یعقوبي وویل، چې لویه څارنوالي د عدالت په ټینګښت کې هڅه کوي او هغه کسان چې عمر يې د تقاعد لپاره برابر دی، که تقاعد وکړي، لویې څارنوالۍ او پخپله د متقاعد لپاره به د افتخار ځای وي.

د یادونې وړ ده، چې د دغې غونډې په ترڅ د لويې څارنوالۍ ۷۴  متقاعدانو ته د لویې څارنوالۍ له لوري د دوی د خدمتونو د قدرونې په موخه ستاینلیکونه ورکړل شول.

هېره دې نه وي، د افغانستان د کار قانون د ۱۳۸ مادې پر اساس په افغانستان کې د کارکوونکو د تقاعد عمر ۶۵ کاله ټاکل شوی دی.

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS