لویې څارنوالۍ د دغې ادارې کارکوونکو ته د اجرااتو د ارزونې روزنیز پروګرام پيل کړ

د اجرااتو د ارزونې دغه روزنیز پروګرام د ۱۳۹۶ کال د کب پر شپږمه د یکشنبې پر ورځ د لویې څارنوالۍ بشري سرچینو ریاست او د افغانستان د عدلي سکتور څخه د ملاتړ پروګرام (JSSP) ادارې لخوا پیل شو.
په دغه پروګرام کې د نوموړې ادارې د بېلابېلو ریاستونو څخه ۲۰ تنه آمرانو او مدیرانو ته د اجرااتو د ارزونې په هکله روزنه ورکړل شوه.
JSSP اداره چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لورې حمایت کیږي، د لویې څارنوالۍ ملاتړ کوونکې اداره ده او له څو کلونو راپه دې خوا له لویې څارنوالۍ سره په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې همکاري کوي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم لويې څارنوالۍ د دغې ادارې کارکوونکو ته ورته روزنیز پروګرامونه پيل کړي وو او ټاکل شوې ده، چې دا ډول روزنیز پروګرامونه به ولایتونو ته هم وغوځول شي.