د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه ترسره شوه

hdsadmin
Wed, May 09 2018 3:40 PM
111

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ د ۱۳۹۷ کال د وري پر ۱۹ ترسره شوه.

د غونډې په لومړۍ برخه کې د لویې څارنوالۍ پنځه رئیسان او څارنوالان چې د خدمت قانوني دوره يې بشپړه کړې وه، وستایل شول.

د هېواد لوی څارنوال د متقاعدینو همکارانو څخه مننه وکړه او دوی ته یې په خطاب کې وویل: «تاسو هغه امانت چې افغان ولس درته سپارلی و، په عزت او کرامت سره تر منزله ورساوه.»

نوموړي زیاته کړه، چې د متقاعدینو همکارانو مسؤولیت نه دی تمام شوی او موږ به د لویې څارنوالۍ د مسلکي ظرفیت جوړونې په برخه کې د دوی له وړتیاوو څخه ګټه اخلو.

په نوموړې غونډه کې د لويې څارنوالۍ د عالي شوار د پخوانیو دوو ناستو پرېکړې هم وارول شوې.

د عالي شورا غړو وویل، چې دا لړۍ به دوام کوي او په هره نوې غونډه کې به د پخوانۍ غونډې پرېکړې اورول کېږي او د اړتیا پر مهال به لازم بدلونونه پکې راځي.

د غونډې په دویمه برخه کې د لویې څارنوالۍ د استهدااتو کمېټې په وړاندې شویو مواردو بحث وشو.

د استهدااتو کمېټې یادونه وکړه، چې له دغې کمېتې څخه د سرپل استیناف څارنوالۍ د مجازاتو د وخت تېرېدو په باره کې چې د جزايي اجرااتو قانون په ۷۶ مادې کې راغلي دي، د معلوماتو غوښتونکي شول.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې له تورن څخه د تحقیق یا تر ازادېدو مخکې د احضار معتبر ضمانت واخیستل شي او که تورن حاضر نه شو، محکمه دې د تورن په غیاب کې پرېکړه وکړي، چې د عالي شورا غړو هم نوموړې پرېکړه پرځای وبلله.

د غونډې په بله برخه کې هم د استهدااتو کمېټې وویل، چې د سرپل ولایت استیناف څارنوالۍ د محکمو نهايي پرېکړه د احکامو د تنفیذ څارنوالۍ واک دی که د تحقیق څارنوالۍ؟

د عالي شورا غړو وویل، چې د محکمو نهايي پرېکړه په ولایتونو او مرکز کې د احکامو تنفیذ څارنوالانو واک دی او دا ډول پرېکړې باید عملي کړي. له دې سره سم دا هم روښانه شوه، چې د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د کورنیو او بهرنیو جرمونو سره د مبارزې مرکز او د مسکراتو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ په خپلو چارو کې خپلواک دي.

 له دې سره سم د سرپل ولایت د استهدايې په اړه چې څارنوال د تورن کس تر څنګ ځینو مظنونانو ته هم له محکمې څخه د جزا غوښتنه کوي؛ خو دا غوښتنه د محکمې له لوري نه ځوابېږي، بحث وشو.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د محکمې له لوري د څارنوال د مطالبو نه ځوابونه پخپله د څارنوال پر قضيې اثر نه غورځوي.

د غونډې په بله برخه کې د استهدايې کمېټې په بل مورد خبرې وشوې. دا مورد د پکتیا استیناف څارنوالۍ د استهدايې په اړه و، چې یو صعب العلاجه تورن له حبس څخه خوشې شوی دی.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې دا قضیه دې د جزايي اجرااتو قانون د ۱۴۵ او ۱۶۸ مادو له مخې اړونده ذیصلاح محکمې ته واستول شي.

د غونډې په بله برخه کې د جرمونو د تحقیق څارنوالۍ پر استهداييه چې د مالیې وزارت د ګمرکاتو ریاست استهداييه وه، خبرې وشوې.

دا استهداييه هېواد یا بهر ته د ګرانبیه فلزاتو د قاچاق د قضیو په اړه وه او یادونه وشوه، چې د دا ډول قضیو په اړه څه ډول اجراات وشي؟

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې په دې برخه کې عدليې وزارت ته وړاندیز ترتیب شوی او په دې اړه دې د ګمرکاتو له قانون او د بې نومه معاملو اسنادو، اسعارو او د پیسو د انتقال د ۱۳۹۴ کال د ۱۲۰۳ ګڼې مقررې سره سم اجراات وشي.

د یادې غونډې په بله برخه کې د زابل ولایت د عسکري څارنوالۍ پر استهدايې چې د زابل ولایت د امنیې قوماندانۍ د روغتیايي آمریت غړي ساتمن اسدالله د محمد ابراهيم زوی په اړه وه، بحث وشو. نوموړي د موټر چلوونې قوانین نقض کړي او له امله یې یو شخص هم وژل شوی او د محکمې د حکم پر اساس په درې کاله او یوه میاشت تنفیذي حبس محکوم شوی؛ خو د حکم تر تنفیذ مخکې نوموړي خپله دنده پرېښې او اوس يې محکمې ته بیرته مراجعه کړې ده.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې نوموړی ساتنمن د محکمې د پرېکړې پر اساس د دندې تر پرېښودو مخکې په تنفیذي حبس محکوم شوی، لومړی باید د محکمې حکم پرې تنفیذ شي او بیا د جمهوري ریاست د ۵۶ ګڼې فرمان او ۱۰۲۹ ګڼې حکم پر اساس قانوني اجراات وشي.

له دې سم د کندوز ولایت استیناف څارنوالۍ د استهدایې پر اساس وزیرانو شورا ته د ۳۲ ګڼې مصوبې له مخې چې هغه موټرې چې راسته او چپه اشترنګ او همداراز اسناد نه لري، د مصوبې د څرنګوالي پر پلي کولو بحث وشو.

عالي شورا پريکړه وکړه، چې د وزیرانو شورا له مصوبې سره سم باید اجراات وشي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د لویې څارنوالۍ د عسکري چارو مرستیالۍ د وړاندیز په اړه بحث وشو.

په نوموړي وړانديز کې راغلي چې د جنګ په کرښو کې د افسرانو ذاتي امورو قانون د افسرانو او ساتنمنانو امتیازت په صراحت روښانه کړي دي؛ خو د سرتېرو حقوق په یاد قانون کې روښانه نه دي.

د عالي شورا غړو وویل، چې د دغه وړاندیز په اړه دې د  سترې محکمې عالي شورا ته مشخصه استهداییه وړاندې شي.

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS