په لویه څارنوالۍ کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجراات او ارزونو د روزنیز پروګرام درېیم پړاو پیل شو

hdsadmin
Tue, May 08 2018 4:43 PM

دغه دوه ورځنی پروګرام، د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت لخوا په افغانستان کې د عدلي سکتور ملاتړ کوونکې پروګرام(JSSP) په همکارۍ د ۱۳۹۷ کال د غویي پر ۱۸ د لویې څارنوالۍ د دارالمان په ودانۍ کې پیل شو.

دا پروګرام د لویې څارنوالۍ اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې، څارنې او اجراات او ارزونې سره د دوی د بلدتیا په موخه جوړشو.

د یاد شوي پروګرام د یوه ښوونکي عبدالرشید موحد د خبرو پر بنسټ، اجراات او ارزونې د هرې ادارې د کار په پرمختګ کې ټاکوونکی رول لري. نوموړی باور لري چې دا مسله د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د عادلانه سیستم جوړونې، د فعالیتونو د انعکاس او د بریالیو کارکوونکو د هڅونې سبب ګرځي او د دې تر څنګ د یوې ادارې کارکوونکي پرې خپل د  کمزورۍ او پیاوړتیا ټکې درک کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجراات او ارزونې پروګرام د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته په مرکز او ولایتونو کې د زونونو په کچه جوړیږي.

ټاکل شوې ده چې درې نور پروګرامونه چې یو به په مرکز او دوه نور به په شرق او غرب زونو کې په راتلوونکو څلورو میاشتو کې جوړ شي.  

 

 

 

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS