په لویه څارنوالۍ کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجراات او ارزونو د روزنیز پروګرام درېیم پړاو پیل شو
دغه دوه ورځنی پروګرام، د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت لخوا په افغانستان کې د عدلي سکتور ملاتړ کوونکې پروګرام(JSSP) په همکارۍ د ۱۳۹۷ کال د غویي پر ۱۸ د لویې څارنوالۍ د دارالمان په ودانۍ کې پیل شو.
دا پروګرام د لویې څارنوالۍ اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې، څارنې او اجراات او ارزونې سره د دوی د بلدتیا په موخه جوړشو.
د یاد شوي پروګرام د یوه ښوونکي عبدالرشید موحد د خبرو پر بنسټ، اجراات او ارزونې د هرې ادارې د کار په پرمختګ کې ټاکوونکی رول لري. نوموړی باور لري چې دا مسله د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د عادلانه سیستم جوړونې، د فعالیتونو د انعکاس او د بریالیو کارکوونکو د هڅونې سبب ګرځي او د دې تر څنګ د یوې ادارې کارکوونکي پرې خپل د کمزورۍ او پیاوړتیا ټکې درک کولای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجراات او ارزونې پروګرام د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته په مرکز او ولایتونو کې د زونونو په کچه جوړیږي.
ټاکل شوې ده چې درې نور پروګرامونه چې یو به په مرکز او دوه نور به په شرق او غرب زونو کې په راتلوونکو څلورو میاشتو کې جوړ شي.
