د کابل ولایت عسکري څارنوالۍ په هماهنګۍ یوه مدني بنسټ د کابل ښار ځینې پولیسې وستایلې

hdsadmin
Mon, Aug 06 2018 2:51 PM
14

دغه ښځینه پولیسې د کابل ولایت د عسکرۍ څارنوالۍ په هماهنګۍ د اصلاح غوښتونکو ځوانانو مدني بنسټ د کابل ښار ځینې پولیسې د ۱۳۹۷ کال د زمري پر ۱۴ وستایلې. د دوی د ستاینې غونډه د کابل امنیه قوماندانۍ د غونډو په تالار کې وشوه.

په دغه غونډه کې د کابل عسکري څارنوالۍ رئيس ډګروال محمد نواب احمدزي د نارینه پولیسو تر څنګ د ښځینه پولیسو شتوالی ارزښتناک وګاڼه او زیاته یې کړه، چې په کاري چاپیریال کې د ښځینه او نارینه پولیسو تر منځ مرسته د نظام د تقویت لامل کېږي.

ښاغلي احمدزي وویل: «د پولیسو د دندې ښه ترسراوی د دې سبب کېږي، چې د ولس او حکومت تر منځ واټن کم شي.» نومو‌ړي د ښځينه پولیسو پر هڅو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دوی له زحمتونو او سرښندنو هېڅوک سترګې نه شي پټولی.

له دې سره سم د کابل ولایت امنیه قوماندان پاسوال داوود امین د تلاشۍ پر مهال د نارینه وو پولیسو تر څنګ د ښځینه وو پولیسو شتوالی حتمي او اړین وباله. نوموړي په دې تړاو وویل، چې د تلاشۍ پر مهال د ښځینه پولیسو شتون پر نظام د خلکو باور زیاتوي.

ښاغلي امین ښځینه پولیسو ته په خطاب کې وویل: «ستاسې د دندې اجرا د هېواد پر دښمنانو ناوړه اغېز کړی او دوی نور نه شي کولای، چې په ښځینه جامو کې ځان خپلو ناوړو اهدافو ته ورسوي.»

نوموړي له خلکو سره د پولیسو پر نېک سلوک هم ټینګار وکړ او د ۱۰۱ آسمايي زون د تعلیم او تربيې له آمریته يې وغوښتل، چې د سلوک د زده کړې په برخه کې دې له پولیسو او حوزو سره همکاري پراخه کړي.

د لویې څارنوالۍ د جنډر ریاست رئیسې د ښځینه پولیسو جرأت وستایه او په دې اړه یې وویل، چې ښځینه پولیسې له کلتوري او ټولنیزو ستونزو سره سره بیا هم د نارینه وو پولیسو تر څنګ دنده ترسره کوي.

نوموړې له امنیتي ادارو وغوښتل، چې د ښځینه پولیسو کاري مصونیت ته جدي پام وکړي.

بل پلو د اصلاح غوښتونکو ځوانانو مدني بنسټ مشر سید جمال سلطاني د ښځینه پولیسو ستاینه وکړه او له دوی يې وغوښتل، چې په پوره مېړانې سره دې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د دغه بنسټ مشر همداراز زیاته کړه، چې موږ تل هڅه کوو، د پولیسو ملاتړ وکړو، چې د افغانستان د سوکالۍ په برخه کې مو خپل مسؤولیت ادا کړی وي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه ستاینغونډه کې د کابل ښار د بېلابېلو برخو څخه نژدې ۲۷ ښځينه پولیسې په ستاینلیکونو وستایل شوې.

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS