لویه څارنوالي کې د مور په شیدو د ماشوم د تغذيې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

hdsadmin
Wed, Aug 08 2018 2:51 PM
29

د لويې څارنوالۍ د جندر ریاست او د وړکتون آمریت د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې نړيواله ورځ د ۱۳۹۷ کال د زمري پر ۱۷ ونمانځله. دا نمانځغونډه د دغې ادارې د مسلکي زده کړو انستیتیوت ریاست په تالار کې وشوه.

د نوموړې غونډې په پرانیسته کې د لویې څارنوالۍ د جنډر رئيسې لیدا حیدري د ماشوم لپاره د مور شیدې ګټورې وبللې. اغلې حیدري زیاته کړه: «هغه مهال موږ متمدنه ټولنه درلودلی شو، چې ماشومان له خپل ابتدايي حق چې د مور له شیدو څخه استفاده ده، ګټه پورته کړي او موږ د میندو په ملاتړ سره کولای شو، چې د ماشومانو دا ابتدايي حق ورادا کړو.»

اغلې حیدري د خپلو خبرو په دوام کې وویل، که دولتي او نادولتي ادارې د اميندوارۍ پر مهال د میندو ستونزو ته پام ونه کړي، دغه ناپامي به د ماشومانو د وچمورۍ سبب شي. اغلې حیدري په غونډه کې ګډونوالو مېرمنو ته ډاډ ورکړ، چې دا اداره د مېرمنو حقونو ته ژمنه ده او لا کوښښ کوي، چې په دغه اداره کې اميندوارو مېرمنو ته لازم سهولتونه برابر کړي.

د لويې څارنوالۍ د جنډر رئیسې له مېرمنو وغوښتل، چې د مور د شیدو د ګټو په اړه دې له امېندوارو میندو سره د پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.

د لويې څارنوالۍ د لوېديځ استیناف زون رئيسې پروین رحیمي هم د مور شیدو د ګټو د بیان تر څنګ وویل، چې د مور د شیدو له لارې د ماشوم او مور تر منځ عاطفي اړیکه ټینګېږي.

اغلې پروین همداراز زیاته کړه: «په نړۍ کې هر کال د مور د شیدو له لارې د ماشومانو تغذیه د ۸۲۰ زره ماشومانو د مړینې مخه نیسي.»

اغلې پروین له دولتي ادارو وغوښتل، چې د شیدو ورکوونکو میندو لپاره باید وړ شرایط چمتو کړي، چې میندې خپلو ماشومانو ته پر وخت شیدې ورکړای شي تر څو ماشومان روغ او سالم رالوی شي.

له دې سره سم د ۱۰۱ آسمايي زون قوماندانۍ مرستیالې پلوشې تلاش هم د مور شیدې د ماشوم د هډوکو د پياوړتیا لپاره ګټورې وبللې او زیاته یې کړه، چې ماشوم ته د مور شيدې ورکول میندې د سینې له سرطان څخه ژغوري.

د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې نړیواله ورځ هر کال زمري پر لسمه (د اګسټ لومړۍ) د څه باندې ۲۵ کالو راهیسې په نړۍ کې نمانځل کېږي او موخه يې ماشوم ته د مور د شېدو ورکولو عامول دی.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS