له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد مبارزې او د ماشومانو سرغړاویو ته د رسیده ګۍ درې ورځنی سیمنار دایر شو

hdsadmin
Tue, Aug 14 2018 3:51 PM
18

لویې څارنوالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد مبارزې او د ماشومانو سرغړاویو ته د رسیده ګۍ درې ورځنی سیمنار د ۱۳۹۷ کال د زمري پر ۲۰ په کابل کې دایر کړ.

په دغه سیمنار کې لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري، د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي، د لوی څارنوال مرستیالانو او د دغې ادارې رئیسانو، له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد مبارزې او د ماشومانو سرغړاویو ته د رسیده ګۍ څارنوالانو او د حقونو د پراختیا مؤسسې (IDLO) استازیو ګډون کړی و.

د یاد شوي سیمنار په پرانیسته کې د هېواد لوی څارنوال وویل، چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوی د لویې څارنوالۍ د رهبري پلاوي په لومړیتوبونو کې راځي. ښاغلي حمیدي په همدې تړاو زیاته کړه: «موږ د لويې څارنوالۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په موخه له لوړو زده کړو وزارت سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې پر اساس يې دا وزارت هر کال ۶۰ څارنوالان د ماسټرۍ په برخه کې روزي.»

ښاغلي حمیدي یاد شوي سیمینار ته په اشارې سره وویل، چې دا ډول سیمنارونه نه یواځې د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په برخه کې مرستندوی ثابتېدای شي؛ بلکې د عامه پالیسۍ او د قانون د واکمنۍ په برخه کې هم ګټور ثابتېږي.

د نوموړي په وینا، لویې څارنوالۍ تل هڅه کړې، چې د عدالت د تأمین، د قانون د واکمنۍ او د کورنیو د سلامتیا په موخه خپلو کارکوونکو ته کاري اسانتیاوې چمتو کړي.

د هېواد لوی څارنوال وویل: «په نژدې راتلونکي کې به هغه څارنوالانو ته چې د خدمت ټاکل شوی وخت يې بشپړ کړی وي، د څارونکو کادري درجې ورکړل شي.»

د هېواد لوی څارنوال زیاته کړه، چې موږ په ۳۴ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد مبارزې څارنوالۍ ایجادې کړې دي او په ۳۱ ولایتونو کې دا څارنوالۍ د ښځینه څارنوالانو له خوا اداره کېږي.

نوموړي د ښځو د حقونو د دفاع لپاره وویل: «لویه څارنوالي له ازادۍ پر محرومو سیمو د نظارت اناثیه څارنوالۍ ایجادوي او دا څارنوالۍ به په مرکز او ولایتونو کې د ښځینه زندانیانو قضیې او په زندان کې د دوی د ژوند وضعیت څاري.»

د هېواد لوی څارنوال په سیمینار کې ګډون کوونکو څارنولانو ته وویل، چې د افغانستان څېره له تاوتریخوالي ډکه څېره نه ده؛ بلکې دلته پر ماشومانو شفقت او د ښځو احترام کېږي، هر څوک چې له ښځو او ماشومانو سره تاوتریخوالی وکړي، د عدالت له ځواکمنو لاسونو سره به مخامخ شي.

د لوی څارنوال په وینا: «د معافیت فرهنګ له منځه تللی او له مجرم او سرغړونکي سره به قانوني چلن کېږي.»

ښاغلي حمیدي یادونه وکړه، چې د تاوتریخوالي له قربانیانو سره باید په پوره حوصلې چلن وشي او غوښتنو ته يې د قناعت وړ ځوابونو ورکړل شي.

د هېواد لوی څارنوال له ماشومانو سره پر نېک چلن هم ټینګار وکړ او زیاته يې کړه، چې ماشوم د هېواد راتلونکی دی او له دوی څخه باید په نظامي او سیاسي فعالیتونو کې استفاده ونه شي.

له دې سره سم د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري هم د دا ډول سیمنارونو ترسراوی ګټور وباله او د قانون په واکمنۍ، د عدالت په تأمین او د ښځو او ماشومانو د سرغړاویو پر ضد يې د لویې څارنوالۍ همېشنۍ هڅې وستایلې.

اغلې نظري د لويې څارنوالۍ له رهبرۍ وغوښتل، چې د ښځو د تاوتریخوالي په قضیو کې له ښکېلو کسانو سره جدي او قانوني چلن وکړي. نوموړې لوږه، جنګ او د لیک لوست د کچې ټيټوالی له ښځو سره د تاوتریخوالي عمده لامل ګڼي او په کورنیو کې تاوتریخوالی د هېواد د ودې لوی خنډ بولي.

د ښځو چارو وزیرې وویل، چې د مېرمنو د حقونو له مدافع بنسټونو سره په ځانګړې توګه له عدلي او قضايي ادارو سره له نژدې کار کوي او په دې برخه کې يې ګټورې پايلې هم ترلاسه کړې دي.

د اغلې نظري په وینا، په عدلي او قضايي ادارو کې د ښځو شتون د هېواد د پرمختګ ښکارندويي کوي او له دې سره ښځې هم عدالت ته لاسرسی پيدا کوي. د ښځو چارو وزیرې دا چاره له مېرمنو سره د تاوتریخوالي د کچې په راټيټولو کې اغېزناکه ګڼي.

په ورته مهال کې د عدليې وزارت ارشد مشاور قانونپوه محمد اشرف رسولي له د ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد څارنوالیو فعالېدنه یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

په ورته مهال کې د IDLO مؤسسې استازې لیزلي شنایدر هم څارنوالانو ته په خطاب کې وویل، څارنوالان د عدالت ملاتړي دي او دوی باید هڅه وکړي، چې د تاوتریخوالي له زیانمنو کسانو سره پوره عدالت وکړي.

اغلې شنایدر د ماشومانو د محکومېدو په اړه یادونه وکړه، چې ډېری وخت د ماشومانو بندي کول د ماشومانو د اصلاح سبب نه کېږي؛ بلکې عقده يي کېږي. اغلې شنایدر په دې برخه کې وویل، چې د ماشومانو د حبس پر بدیل هم باید فکر وشي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه سیمینار کې د هېواد له مرکز او ولایتونو څخه د لویې څارنوالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد مبارزې او د ماشومانو سرغړاویو ته د رسیده ګۍ ۱۰۵ نارینه او ښځینه څارنوالانو او ګڼو نورو مسؤولانو ګډون کړی و.

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS