لويې څارنوالۍ کشفي او استخباراتي ادارو ته د مظنونانو، تورنو او محکومانو د نیولو نوملړ سپارلی

hdsadmin
Wed, Oct 17 2018 3:51 PM
40

لويې څارنوالۍ کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست ته د ۱۳۹۵، ۱۳۹۶، ۱۳۹۷ کلونو د هغو تورنو، مظنونانو او محکومانو د نیولو نوملړ سپارلی، چې دې ادارې ته د تحقیق لپاره نه دي حاضر شوي. لويې څارنوالۍ له دغو ادارو غوښتي، چې په یاد شوي لېست کې د درج شویو کسانو په سپارنه کې دې له لويې څارنوالۍ سره د عدالت د تأمین او د قانون د واکمنۍ په برخه کې مرسته وکړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي «د ځواب وینې د معافیت فرهنګ له منځه وړنې» په نامه په یوه خبري کنفرانس کې د ۱۳۹۷ کال د تلې پر ۲۵ وویل، چې موږ کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست ته ۵۴۴۹ قرارونه چې ۷۷۳۱ کسان پکې شاملېږي، سپارلي دي، تر څو یادې شوې ادارې د تورنو، مظنونانو او محکومانو په سپارنه کې له دغې ادارې سره مرسته وکړي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه: «لویې څارنوالۍ له دې جملې څخه ملي امنیت عمومي ریاست ته ۶۷۴ قرارونه چې ۸۷۵ کسان پکې شاملېږي، هم سپارلي دي.»

د لويې څارنوالۍ ویاند وايي، په دغو کسانو کې د بېلابېلو سطحو ملکي او نظامي کسان شامل دي، چې پر عسکري جرمونو، له ښځو سره پر تاوتریخوالي، اداري فساد، د نشه يي توکو پر قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو مظنون، تورن یا محکوم دي.

نوموړي وویل، که څه هم په تېرو درېیو کالو کې ګڼ شمېر مجرمانو د بند سزا اورول شوې؛ خو هغه مظنون، تورن یا محکومان چې تر اوسه نه دي نیول شوي، ژر تر ژره به ونیول شي او قانوني چلن به ورسره وشي.

د لویې څارنوالۍ ویاند له یادو شویو ادارو وغوښتل، چې د دغه کسانو په سپارلو کې دې جدي اقدامات وکړي.

د ښاغلي رسولي په وینا، موږ په تېرو درېیو کالو کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د ګڼو کسانو د نیولو، د لويې څارنوالۍ له خوا د دغو کسانو د تحقیق او سترې محکمې له لوري د نهايي محکمې د حکم شاهدان وو. نوموړي وایي، هغه کسان چې تحقیق ته نه دي حاضر شوي، د امنیتي او استخباراتي ادارو له خوا به تر پېژندلو وروسته لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي او تر تحقیق وروسته به یې په اړه قانوني پرېکړې وشي.

ښاغلي رسولي ټینګار وکړ، چې لویه څارنوالي د قانون د حاکمیت او د ځواب وینې د معافیت فرهنګ د له منځه وړنې په برخه کې د پولیسو په مرسته د قرارونو تعقیب ته ژمنه ده.

له دې سره سم د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په نوملړ کې د درج شویو کسانو د نیولو ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې په کور دننه او بهر کې هغه کسان چې د قانون له منګولو تښتېدلي، ژر تر ژره ونیول شي.

ښاغلي دانش زیاته کړه: «د کورنیو چارو وزارت له ۱۳۹۵ کال راهیسې ۴۲۶۳۰ قضیې کشف کړې، چې د دغو قضیو اړوند ۵۶۷۸۶ مظنونان او تورن عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.»

نوموړي همداراز وویل، د راپورونو له مخې په سپارل شوي لېست کې د درج کسانو له جملې ۱۲۹۱ کسان په ناامنو سیمو کې دي، کورنیو چارو وزارت به د دغو کسانو تر نیولو وروسته لویې څارنوالۍ ته د دوی دوسيې د تحقیق لپاره وسپاري. د ښاغلي دانش په خبره، ۲۹۰ کسان هم چې په بېلابېلو جرمونو تورن یا محکوم دي، له هېواد څخه بهر وجود لري؛ خو دوی له انټرپول پولیسو د دغو کسانو د نیولو غوښته کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې لویه څارنوالۍ به په لېست کې د درج شویو کسانو تر سپارلو وروسته د هر یوه دوسیه په دقیقه توګه وڅېړي او په اړه به يې لازمې قانوني پرېکړې وکړي.

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS