د لویې څارنوالۍ او د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک امضا شو
د افغانستان د لويې څارنوالۍ او د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام (JSSP) تر منځ د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په موخه د ۱۳۹۷ کال د سلواغې پر نهمه هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک د امضا په موخه په جوړه شوې غونډه کې لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د لوی څارنوال مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون، د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام عمومي رئیس ایمیري ادوریډو او د لويې څارنوالۍ ګڼو نورو مسؤولانو ګډون کړی و.
د دغه هوکړه لیک پر اساس به د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام په تخنیکي او مسلکي، د ظرفیت لوړاوي د پروګرامونو د ترسراوي، د قضیو د مدیریت سیسټم (CMS) او د پلان او پالیسۍ په برخه کې د لوی څارنوالۍ مشورتي او مالي ملاتړ کوي.
له دې سره سم به لویه څارنوالۍ هم د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام له خوا معرفي شویو مشاورینو ته په اړوندو ریاستونو کې مناسب کاري چاپيریال برابروي او د ظرفیت لوړاوي او د قضیو د مدیریت له مشاورینو څخه به په اړوندو برخو کې خپل ملاتړ اعلانوي.
د قضیو د ثبت د مدیریت په برخه کې همکاري
د قضیو د ثبت مدیریت (CMS) د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام یو مهم پروګرام دی، چې له دې مخې به په عدلي او قضايي ادارو کې د مجرم له نیونې او د جزا تر تطبیق پورې ټولې جزايي او مدني قضيې ثبتوي.
لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي دا سیسټم د افغانستان عدلي او قضايي ادارو ته لویه پانګه وبلله. د نوموړي په خبره، لویې څارنوالۍ د دغې برخې د مخکې وړلو لپاره یو شمېر کسان هم په کار ګومارلي دي. ښاغلي حمیدی زیاته کړه، چې دا سیستم د افغانستان خلکو ته ګټور دی او موږ یې د پلي کېدو ملاتړ کوو.
په ورته وخت د لوی څارنوال مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون وویل، د دغه سیسټم موخه د قضیو د معلوماتو د ساتنې او تنظیم، د کشفي ارګانونو تر منځ همغږي او د کاري روڼتیا رامنځته کول بلل کېږي. ښاغلي ارغون زیاته کړه، چې دغه سیسټم د افغانستان په ټولو ولایتونو کې فعال دی.
د ظرفیت لوړاوي په برخه کې همکاري
د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام (JSSP)، د بشري سرچینو په برخه کې بېلابېل روزنیز پروګرامونه ترسره کړي دي. همداراز په مرکز او ولایتونو کې یې د بودجې، تدارکاتو، مالي مدیریت، ګټورو اړیکو، د پروژو مدیریت، او نورو بیلابیلو برخو کې پروګرامونه جوړ کړي دي.
د لوی څارنوال مالي او اداري مرستیال په دې برخه کې وویل، چې دغو پروګرامونو په عدلي برخه کې ښې پایلې لرلي دي. د نوموړي په خبره، ددغه بیلابیلو روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو له کبله ددغې ادارې یو زیات شمېر کارکوونکې برخمن شوي دي.
همداراز لویه څارنوالي به د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام له لوري د روزنیزو پروګرامونو د ترسراوي او په دغو پروګرامونو کې د ګډون په موخه د لویې څارنوالۍ کارکوونکي هم ورمعرفي کوي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام د امریکا د متحده ایالاتو له خوا تمویلېږي او د افغانستان د عدلي سکتور ملاتړ او د روزنیزو پروګرامونو او مشورو د ورکړې په برخه کې کار کوي. د دغې ادارې دا هڅې د دې سبب کېږي، چې د افغانستان عدلي سکتور پر ځان بسیا شي.
