د لویې څارنوالۍ او د کابل ولایت د سویلي زون د کلیو وکیلانو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

ago_admin
Wed, Jan 30 2019 5:15 PM
wokala

دغه ناسته د هېواد د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د کابل د سویلي زون د استیناف څارنوالۍ رئيس عزیز احمد سرباز، د کابل ولایت د عسکري استیناف څارنوالۍ رئیس محمد نواب احمدزي، د ځینو څارنوالانو او د کابل ښار د اولې، دویمې، اوومې او اتمې ناحیې د کلیو د وکیلانو په ګډون د ۱۳۹۷ کال د سلواغې پر ۱۰ د لویې څارنوالۍ د دارالامان په ودانۍ کې وشوه.

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په دغه ناسته کې وویل، چې د افغانستان دولتي ادارې تل د هېوادوالو د خدمت په موخه کار کوي. د نوموړي په باور، هېڅ اداره له خلکو سره له نژدې او مستقیمو اړیکو پرته خپلې دندې په ښه توګه پر مخ نشي بېولای.

د هېواد د لوی څارنوال په خبره، له خلکو او ادارو سره په اړیکو شته ستونزې حل کولای شو. د نوموړي په خبره، د هېواد لویه څارنوالي له بېلابېلو ادارو سره د همغږۍ ناستې کوي او دغې ناستو ته به دوام ورکوي.

ښاغلي حمیدي د کابل په سویلي زون کې د شته ستونزو تر اورېدو وروسته وویل: «د هېواد لویه څارنوالي د خلکو عزت، کرامت او حیثیت ته درناوی خپله بنسټیزه دنده ګڼي.» د نوموړي په خبره، لویه څارنوالي په خپلو کړنو کې عدالت او انصاف ته په پاملرنې، په غیر سیاسي، خپلواکه او بې پرې توګه تصمیم نیسي.

د هېواد لوی څارنوال د جرم او جنایت په له منځه وړلو کې د کلیو د وکیلانو رول مهم وباله او ویې ویل: «د لویې څارنوالۍ دروازه تل ستاسو پر مخ خلاصه ده او هر وخت کولای شئ، خپلې ستونزې له ما سره شریکې کړئ.»

ښاغلي حمیدي د فساد په له منځه وړلو کې د خلکو همکاري او رول مهم وباله او ټينګار یې وکړ، چې لویه څارنوالي اصلاحاتو ته ژمنه ده.

په ورته مهال کې، د کابل ولایت د عسکري استیناف څارنوالۍ رئیس محمد نواب احمدزي په دغه ناسته کې وویل، چې لویه څارنوالي پخپلو ټولو تشکیلاتو کې د قانون یوشان تطبیق ته ژمنه ده. د نوموړي په خبره، د کابل ولایت د استیناف څارنوالۍ ریاست د کابل د سویلي زون پولیسو زیاتې قضیې څېړلې او مظنونان یې د قانون منګولو ته سپارلي دي. د کابل ولایت د عسکري استیناف څارنوالۍ رئیس د خپلو خبرو په دوام سره وویل: «د پولیسو د سرغړونو په برخه کې یې د هېوادوالو د شکایت ثبتونې په موخه ۱۰۰ شمېره جوړه کړې، تر څو له دې لارې د خلکو ستونزې او شکایتونه واورېدل شي.»

دا درېیمه ناسته ده، چې د لویې څارنوالۍ او د کابل ښار د بېلابېلو برخو د کلیو له وکیلانو سره وشوه.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS