د لویې څارنوالۍ او د کابل ختیځ زون د کلیو د وکیلانو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

ago_admin
Wed, Feb 06 2019 4:58 PM
zoon sharq

دغه ناسته د هېواد د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د ختیځ زون د استیناف څارنوالۍ د رئيس ډاکتر جمیل الرحمن کامګار، د کابل ولایت د عسکري استیناف څارنوالۍ د رئیس محمد نواب احمدزي او ځینو څارنوالانو او د دغه زون د کلي د وکیلانو په ګډون د ۱۳۹۷ کال د سلواغې پر ۱۷ د لویې څارنوالۍ د دارالامان په ودانۍ کې وشوه.

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په دغه ناسته کې وویل، چې دا ناسته له هېوادوالو سره د نږدې، دوامداره او مستقیمو اړیکو د پاللو په موخه کېږي. ښاغلي حمیدي ټينګار وکړ، چې لویه څارنوالي د هر ډول جرمونو او سرغړونو پر وړاندې پرېکنده دريځ لري او د همدې موخې لپاره هڅه کوي، چې د هېوادوالو ستونزې له نږدې واوري.

د هېواد لوی څارنوال د ختیځ زون د ګډونوالو د ستونزو له اورېدو وروسته وویل: «موږ په پوره ژمنه او پرېکنده اراده د افغانستان د خلکو خدمت کوو او په دغه برخه کې ستاسو نظرونه او وړاندیزونه له زموږ سره مرسته کولای شي.» نوموړی باور لري، چې دا ډول ناستې له دولتي ادارو په ځانګړې توګه له لویې څارنوالۍ سره د هېوادوالو د نږدې همکاریو  ښه زمینه برابروي. نوموړي ټينګار وکړ، چې لویه څارنوالي په دوامداره توګه په خپلو کړنو کې د عدل او انصاف له مخې په بې پرې او خپلواکه توګه فعالیت کوي.

د لوی څارنوال په خبره، د افغانستان د خلکو د انساني کرامت، ازادیو او حقونو ساتنه د لویې څارنوالۍ بنسټيز مسؤولیت دی او لویه څارنوالي هم له خپلو مراجعینو سره په عزت او درناوي چلن کوي. ښاغلي حمیدي زیاته کړه: «څوک چې غواړي خپلې ستونزې مخامخ له ما سره شریکې کړي، د هرې دوشنبې ورځ زما دفتر ته مراجعه کولای شي او زه خپله د دوی ستونزې اورم.» ښاغلي حمیدي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې د فساد په منځه وړلو کې د خلکو همکاري اړینه او تعیین کوونکې ده.

له بلې خوا د ختیځ زون د استیناف څارنوالۍ رئیس جمیل الرحمن کامګار هم د بې عدالتۍ د له منځه وړلو په برخه کې د خلکو همکاري اړینه وبلله او زیاته یې کړه،چې د خلکو همکاري له لویې څارنوالۍ سره د قانون د تطبیق، د عدالت د ټينګښت او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې مرسته کولای شي.

په ورته مهال کې د کابل ولایت د عسکري استیناف څارنوالۍ رئیس محمد نواب احمدزي د هېوادوالو د ښه خدمت په موخه په دولتي ادارو په ځانګړې توګه په لویه څارنوالۍ د خلکو باور اغیزناک او حیاتي وباله. د ښاغلي احمدزي په خبره، هغه شکایتونه چې په ختیځ زون کې د پولیسو له منسوبینو یا هم د کابل ښار د ځينو نورو برخو څخه دغه ریاست ته رسېدلې، پر وخت ورته رسیدګي شوې ده. نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره د ۱۰۰ شمېرې چې هېوادوالو ته د پولیسو د سرغړونو د ثبت په موخه جوړه شوې هم یادونه وکړه.

دا څلورمه ناسته وه، چې لویې څارنوالۍ له کابل مېشتو سره د نږدې اړیکو د پاللو په موخه د ختیځ، لوېدیځ، شمال او جنوب زونونو د کلیو له وکیلانو سره وکړه.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS