د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

ago_admin
Sun, Mar 03 2019 8:25 PM
shora e aly

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال او د لويې څارنوالۍ د مقام سرپرست څارنپوه نورحبیب جلال په مشرۍ د ۱۳۹۷ کال د کب پر ۱۲ د لويې څارنوالۍ په نوي ښار ودانې کې وشوه.

د دغې غونډې په لومړۍ برخه کې د څارنوالانو د اجرااتو د ارزونې پر طرزالعمل بحث وشو. دا طرزالعمل له تقنین کمېټې څخه د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست او بیا دارالانشاء‌‌ ریاست ته وړاندې شوی و.

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غړیو دا طرزالعمل تر هراړخیز بحث وروسته په پرنسیپ کې تایید کړ.

د غونډې په بله برخه کې د مرکز او ولایتونو د څارنوالانو د کادري درجو د ۷۷ فورمونو په اړه چې د څارونکي کادري درجه ورته تثبیت شوې، بحث وشو.

د عالي شورا ګډونوالو هم د دغه شمېر څارنوالانو کادري درجې منظورې کړې او همداراز د دوو نورو څارنوالانو د کادري درجې د ارتقا په اړه هم هوکړه وشوه.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډې په بله برخه کې د وسله والو ځواکونو د قضايي تعقیب د استیناف څارنوالۍ پخواني رئیس احمدشاه د محمدیوسف زوی د تقاعد په اړه بحث وشوه.

د غونډې ګډونوالو وویل، چې د نوموړي د تقاعد په اړه لا ډېرو معلوماتو ته اړتیا شته او د دغو معلوماتو د ترلاسي په موخه دې ښاغلی احمدشاه د لويې څارنوالۍ ادارې ته راوغوښتل شي تر څو د نوموړي د معلوماتو له مخې د موضوع په اړه قانوني اجراات وشي.

د غونډې په بله برخه کې د څارنمل برید جنرال عبدالقیوم نظامي د کادري درجې د ارتقا په اړه خبرې وشوې.

د عالي شورا غونډې ګډونوالو د ښاغلي عبدالقیوم نظامي د څارنپالۍ کادري درجې ارتقا‌‌ تاییده کړه او د دارالانشاء ریاست ته یې سپارښته وکړه، چې د جمهوري ریاست مقام ته دې په دې اړه وړاندیز ترتیب او واستول شي.

د لویې څارنوالۍ په عالي شورا غونډه کې د مظنونینو د کامل شهرت د فورم په اړه چې د جزايي اجرااتو قانون د ۸۷ مادې په دویمې فقرې کې راغلی، هم بحث وشو.

د عالي شورا غړیو پرېکړه وکړه، چې د عسکري او ملکي، د کورني او بهرني جرمونو پر ضد د مبارزې، د تحلیل او احصايې څارنوالۍ او له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ادارو استازو ګډه کمېټه دې تشکیل شي. د عالي شورا غړیو وویل، چې دا کمېټه دې د مظنونینو د کامل شهرت فورم یو ځل بیا وګوري او د اړتیا پر مهال دې په دغه فورم کې لازم اصلاحات راوړي او تر تعدیل وروسته دې دا فورم عالي شورا ته یو ځل بیا وړاندې شي.

د غونډې په بله برخه کې د نورستان ولایت پر استهدايې بحث وشو. دغه استهداییه په نورستان ولایت کې له ۱۳۸۷ کال څخه تر ۱۳۹۵ کال پورې هغه قضیې رانغاړي، چې په اندراج کتاب کې نه دي ثبت شوې.

عالي شورا وویل، چې د لویې څارنوالۍ د تفتیش ریاست یو پلاوی مخکې تر مخکې توظیف شوی او د دغه پلاوي د لاسته راوړنو تر ارزونې وروسته دې عالي شورا ته دا موضوع یو ځل بیا وړاندې شي.

له دې سره سم لویې څارنوالۍ عالي شورا د لغمان د استیناف څارنوالۍ پر استهدايې چې په دغه ولایت کې د دولتي ځمکو د غضب په اړه وه، خبرې وشوې.

د عالي شورا غړیو د قانون په رڼا کې د دغې استهدايې په هکله د لغمان استیناف څارنوالۍ ته لارښوونه وکړه.

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS