لویې څارنوالۍ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۰ قضیې څېړلې دي

ago_admin
Mon, Mar 18 2019 1:39 PM
ago

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي، ځان د هېوادوالو د حقونو او ازادیو ملاتړه او مدافع بولي او د دغه مسؤولیت په درک کولو سره یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې، چې په هېواد کې د رسنیو او د بیان ازادۍ پر وړاندې یوه ننګونه بلل کیږي، څېړلې دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د بیان پر ازادۍ باور لري او درناوی ورته لري. دغه اداره په هېواد کې د قانون د تنفیذ او تطبیق کوونکي بنسټ په توګه او همداراز هغه بنسټونه چې د عدلي تګلارې په وسیله د خبریالانو ملاتړ کوي؛ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې په جدي توګه څېړي. لویې څارنوالۍ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۰ قضیې، چې یادې شوې ادارې ته رسېدلې، په عادلانه او منصفانه توګه څېړلې او د دغو قضیو عاملین یې محکوم کړي دي. د یاد شمېر قضیو له جملې څخه ۳۳ قضیې د حکومت او رسنیو تر منځ د ګډې کمېټې(د خبریالانو د امنیت، خوندې کاري چاپېریال او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د څېړنې کمېټه) له پیل مخکې او پاتې نورې یې د یادې کمېټې له جوړېدو وروسته دغې ادارې ته رسېدلې دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه قضیې په کابل، ننګرهار، هرات، غور، نیمروز، فراه، کندهار، بلخ، بادغیس، زابل، خوست، پروان، کاپیسا او بغلان کې پېښې شوې، چې د وژنې، وهلو ډبولو، توهین، ګواښ، جعلي خبر، ناقانونه نیونې، ځان وژنې، وسلوال برید، رادیو سوځونې، تښتونې او داسې نورو په اړه دي.

د دغو قضیو مرتکین په نغدي جریمه، بند او حتی په اعدام محکوم شوي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د ورته قضیو د جدي او پر وخت څېړنې په موخه، په مرکز او ولایتونو کې د یادې شوې ادارې ټولو څانګو ته هدایت کړی، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو د موندلو پر وخت دې د قضیې ابتدایي معلومات له مرکزي ادارې سره شریکوي او له دې وروسته دې د قضیې د پر وخت څېړنې په موخه لیکلی راپور مرکزي اداري ته استوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د بیان ازادي او د رسنیو فعالیت د دولت له بنسټیزو لاسته راوړنو ګڼي او دغه اداره به یې د ملاتړ په موخه قانوني هڅې وکړي. د افغانستان خلک او رسنۍ دې ډاډه وي، چې دغه اداره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې د کره اسنادو، شواهدو او مدارکو پر بنسټ په پرېکنده او جدي توګه څېړي او پایلې یې له هېوادوالو سره شریکوي.  

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS