په درېیو وروستیو کلونو کې د انسان تښتونې اړوند ۵۷۴ قضیې څېړل شوې دي

ago_admin
Sat, Apr 06 2019 7:09 PM
jamshid rasooly

دا خبره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په یوه خبري ناسته کې د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۷ د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې بیان کړه.

د لویې څارنوالۍ ویاند په دغه خبري کنفرانس کې وویل، چې لویه څارنوالي ټولې قضیې په جدیت، پرېکنده او قانوني توګه څېړي. د نوموړي په خبره، لویه څارنوالي او د افغانستان حکومت په ټولو قضیو په ځانګړې ډول د انسان تښتونو قضیو کې په جدیت او پرېکنده توګه چلن کوي. د ښاغلي رسولي په خبره، لویې څارنوالۍ په همدې موخه تېر کال له کشفي او امنیتي ادارو او د هېواد له پانګوالو سره ګډ کنفرانس جوړ کړ.

نوموړي په دغې خبري ناسته کې وویل: «د دغې کنفرانس د لاسته راوړنو پر اساس، چې تېر کال د لویې څارنوالۍ، امنیتي او کشفي ادارو او د هېواد د پانګوالو تر منځ جوړ شوی و، ولسمشر له افغانستان څخه د پانګې تښتونې د مخینوي په موخه یوه ځانګړې کمېټه "د خصوصي سکتور د ساتنې کمېټې" په نوم جوړه کړه.»

د ښاغلي رسولي په باور، د یادې شوې کمېټې د کار یوه برخه د انسان تښتونو قضیو څارنه او څېړنه ده او دغه کمېټه د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ تر نظر لاندې کار کوي. د لویې څارنوالۍ د ویاند په خبره، د انسان تښتونو قضیو اړوند یو زر او ۳۳ کسان نیول شوي او محاکمه شوي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، د انسان تښتونو قضیو عاملین په تېره هغه قضیې چې عاملین یې په وژنو مرتکب شوي، د جمهوري ریاست د عفوې او بند مودې کمونې له فرمانونو څخه نه شي برخمن کېدلای. د نوموي په باور، دا مسله د ورته قضیو پر وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت د جديت او پرېکنده دريځ ښکارندویي کوي.

د ښاغلي رسولي په خبره، په ۱۳۹۵ کال کې د ۳۲۹ کسانو له خوا ۱۹۶ قضیې، په ۱۳۹۶ کال کې د ۲۱۰ کسانو له خوا ۱۴۰ قضیې او په ۱۳۹۷ کال کې د ۴۹۴ کسانو له خوا ۲۳۸ قضیې پېښې شوې دي.

د نوموړي د خبرو پر بنسټ، د یو زر او ۳۳ کسانو له جملې څخه ۳۷ کسان په اعدام، پنځه کسان په ۳۰ کالو، یو کس په ۲۸، دوه کسان په ۲۷، یو کس په ۲۲، ۶۱ کسان په ۲۰، ۲۱ کسان په ۱۹ او اووه کسان په ۱۸ کالو بند محکوم او مجازات شوي دي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې اووه کسان نور په ۱۷ کالو، ۶۹ کسان په ۱۶، ۱۴۴ کسان په ۱۵، څلور کسان په ۱۴، ۱۴ کسان په ۱۳، ۹۸ کسان په ۱۲، درې کسان په ۱۱ کالو او ځينې نور یې له څلورو میاشتو تر لس کالو پر بند محکوم او مجازات شوي دي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS