د نړیوالو جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ د ریاست کارکوونکو ته د بشردوستۍ نړیوالو حقونو په اړه روزنیز پروګرام جوړ شو

ago_admin
Tue, Apr 09 2019 6:26 PM
12

دغه پروګرام د سرې میاشتې د نړیوالې کمېټې (ICRC)  په همکارۍ، د نړیوالو جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ ریاست له خوا د «بشردوستۍ نړیوالو حقونو» تر عنوان لاندې جوړ شو. دغه روزنیز پروګرام د ښځینه کارکوونکو په ګډون د یاد شوي ریاست ۲۵ کارکوونکو ته د باوري سرچینو او د نړیوالو حقونو د قواعدو د تطبیق ساحې د پېژندلو په اړه د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۸ جوړ شو.

په دغه پروګرام کې د سرې میاشتې استازو د باوري  سرچینو، د کورنیو او بهرنیو وسله والو دښمنیو اړوند د بشردوستۍ نړیوالو حقونو د تطبیق د ساحې او د افغانستان د ننه په وسله والو دښمنیو کې د قواعدو د نقض په صورت کې د باوري سرچېنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د سرې میاشتې د نړیوالې کمېټې کارکوونکو د ښونیزو، لڼدو او مستندو فلمونو تر نندارې وروسته د نړیوالو منل شویو اصولو له مخې، په هغه قواعدو او دښمنیو چې نقض پکې شوی بحث وکړ.

د نړیوالو جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ رئیس محمد داوود افضلي د سرې میاشتې  له نړیوالې کمېټې څخه چې د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې په بې پرې او خپلواکه توګه فعالیت کوي مننه وکړه.

له بلې خوا د یادې کمېټې حقوقي مشاورینو د دغه ریاست له فعاله کارکوونکو چې په دغه پروګرام کې یې ګډون کړی و مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکو کې به هم د یادو شوي ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه ورته پروګرامونه جوړ کړي.

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS