د افغانستان د شمال زون څارنوالیو د کړنو د څېړنې پلاوی سمنګان ته ورسید

ago_admin
Thu, Apr 11 2019 3:32 PM
samangan

دغه پلاوی چې د تفتیش، کنترول او مراقبت، مالي او اداري او له ازادۍ پر محرومو ځایونو د نظارت او د احکامو د تنفیذ ریاستونو څخه تشکیل شوی، د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال د مرستیال ډاکتر غلام حیدر علامه په مشرۍ یې د هېواد شمال زون ته سفر کړی دی.

دغه پلاوي د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۰ د یاد شوی ولایت له مقام، کشفي او امنیتي مسولانو، محکمو، د ولایتي شورا له غړو، مدني ټولنو، عالمانو او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

په قضایي تعقیب چارو کې د لوی څارنوال مرستیال له یادو بنسټونو، ټولنو، عالمانو او قومي مشرانو سره په دغې لیدنه کې د دغه سفر موخه د سمنګان ولایت د څارنوالیو د مسلکي اجرااتو څېړنه او د اداري څانګو څخه یې نظارت او له نورو ادارو سره د یاد بنسټ همغږي په ځانګړې توګه له مراجعینو او خلکو سره د دوی چلند یاد کړ.

ډاکتر غلام حیدر علامه په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي غواړي، د هېواد په هره برخه کې قانون یو شان تطبیق او عدالت تأمین کړي. نوموړي زیاته کړه: «لویه څارنوالي هڅه کوي، هېوادوالو په ځانګړې توګه هغه چا ته چې د هېواد په لرې پرتو سېمو کې ژوند کوي عدالت ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.» د لوی څارنوال مرستیال د خپلو خبرو په دوام سره وویل، د لویې څارنوالۍ رهبرۍ تل هڅه کړې، چې قانون په بې پرې توګه په ټولو هېوادوالو تطبیق او عدالت تأمین کړي»

د سمنګان سرپرست والي، د لویې څارنوالي دا هڅه وستایله او دا یې یو ارزښتمند عمل وباله. نوموړي همداراز د سمنګان ولایت د استیناف څارنوالۍ اجراات او د ولایت له مقام سره د یاد بنسټ د همغږۍ ستاینه وکړه او له دغې ادارې سره یې د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

په ورته مهال کې سمنګان ته لیږل شوي پلاوي، د یاد شوي ولایت د استیناف محکمې له رئیس سره هم ولیدل. د استیناف محکمې رئیس د لویې څارنوالۍ له دې نیک اقدم څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د یاد ولایت څارنوالي او محکمه یو له بل سره همکار او په خپلو اجرااتو کې سره همغږي دي.

همداراز د ډاکتر غلام حیدر علامه په مشرۍ پلاوي، د دغې ولایت د بندخونې له مدیریت څخه لیدنه وکړه او په دغې بندخونه کې یې ستونزې او ننګونې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې اړونده مسؤولانو ته لازم هدایت ورکړ.

samangan4

د دغه پلاوي رئیس ډاکتر غلام حیدر علامه، د دغه ولایت د امنیې له قوماندان او د امنیت له رئیس سره هم ولیدل او د عدالت د تأمینولو لپاره یې د ادارو تر منځ همکاري او همغږي اړین وګڼل. د یاد شوي ولایت امنیه قوماندان او د امنیت رئیس د کشفي او امنیتي ادارو تر منځ د شته اړیکو ستاینه وکړه او په دې برخه کې یې د لاهمکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي علامه د سمنګان د استیناف څارنوالۍ له کارکوونکو سره په لیدنه کې زیاته کړه، چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د څارنوالانو حضور عدالت ته د لاسرسي په برخه کې د هېوادوالو هیلې ژوندی کوي. د نوموړي په باور، د عدالت تحقق د هېواد په لرو پرتو سیمو کې پر حکومت او ځانګړې توګه په عدلي او قضایي بنسټونو د خلکو د ملاتړ سبب کیږي.

samangan saranwal

د یادونې وړ ده، چې له مرکز څخه لېږل شوي پلاوي د علماوو او ولایتي شورا سره هم له نیږدې ناسته کړې. دوی هم د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین په برخه کې د یاد ولایت د څارنوالۍ له کړنو خوښي څرګنده کړې او له عدلي او قضایي ادارو سره یې د لاهمکاریو ژمنه کړې ده.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS