د بلخ استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو څانګو کړنې وستایل شوې

په قضایي تعقیب چارو کې د لوی څارنوال د مرستیال ډاکتر غلام حیدر علامه تر ریاست لاندې د هېواد د شمال زون د استیناف څارنوالیو د اجرااتو د څېړنې پلاوي، د بلخ ولایت د استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو څانګو اجراات وڅېړل. دغه پلاوي چې د تفتیش، کنترول او مراقبت، مالي او اداري او له ازادۍ په محرومو ځایونو د نظارت او د احکامو د تنفیذ څارنوالۍ ریاستونو له استازو څخه تشکیل شوی، د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۷ یې د هېواد شمال زون ته سفر کړی او له دولتي او سیمه ییزو چارواکو، مدني ټولنو، عالمانو، قومي مشرانو او د یاد ولایت له ځینو اوسېدونکو سره یې ناسته کړې ده.
ډاکتر غلام حیدر علامه په دغه ناسته کې په ډاګه کړه، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي غواړي، د هېواد په هره برخه کې قانون یو شان پلی او عدالت تأمین کړي. نوموړی زیاتوي: «لویه څارنوالي هڅه کوي، هېوادوالو په ځانګړې توګه هغه چا ته چې د هېواد په لرې پرتو سېمو کې ژوند کوي عدالت ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.» د لوی څارنوال مرستیال د خپلو خبرو په دوام سره وویل، د لویې څارنوالۍ رهبرۍ تل هڅه کړې، چې قانون په بې پرې توګه په ټولو هېوادوالو تطبیق او عدالت تأمین کړي. د ښاغلي علامه په خبره، د عدالت تأمینول د هېواد او اقتصاد له پرمختګ سره مستقمیمه اړیکه لري؛ له همدې امله لویې څارنوالۍ تل د عدالت په بې پرې او پرېکنده تأمینولو ټینګار کړی دی.
له بلې خوا سیمه ییزو چارواکو، د ولایتي شورا او مدني ټولنو غړیو او د دغه ولایت ځینو نورو اوسېدونکو د یاد شوي ولایت د استیناف څارنوالۍ کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې به د پخوا په پرتله له یادې ادارې سره لا زیات همکار پاتې شي.
ښاغلي علامه د بلخ څارنوالۍ له کارکوونکو سره د لېدنې په ترڅ کې زیاته کړه، چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د څارنوالانو حضور عدالت ته د لاسرسي په برخه کې د هېوادوالو هیلې ژوندی کوي. د نوموړي په باور، د عدالت تحقق د هېواد په لرو پرتو سیمو کې پر حکومت او ځانګړې توګه په عدلي او قضایي بنسټونو د خلکو د ملاتړ سبب کیږي.
تمه ده، چې دا پلاوی به د هېواد د شمال زون د ټولو څارنوالیو کړنې برسي کړي او د دغو ولایتونو له سیمه ییزو چارواکو او نورو اوسېدونکو سره به هم وګوري.