د وردګ ولایت د استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو برخو کړنې وستایل شوې

ago_admin
Wed, Apr 17 2019 10:14 AM
maidan wardak

د لویې څارنوالۍ د ولایتي کنترول او مراقبت رئیس ښاغلي عبدالفتاح شفیق په مشرۍ یو پلاوي د وردګ ولایت ته د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۵ سفر وکړ. د یاد شوی سفر موخه د وردګ ولایت د استیناف څارنوالۍ د کړنو ارزونه او همداراز د شکایتونو د ثبت (۱۸۰) شمېرې معرفي کول بلل شوي دي.

یاد پلاوي لومړی د وردګ ولایت له والي ښاغلي جنرال مظفر الدین یمین سره د ولایت په مقام کې ناسته وکړه. د دغې ناستې په ترڅ کې د شکایت ثبتونې (۱۸۰) شمېره معرفي او د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ پر کړنو او لاسته راوړنو هر اړخیز بحث وشو.

په یاده ناسته کې د ولایتي کنترول او مراقبت څارنوالۍ رئیس ښاغلي عبدالفتاح شفیق وویل: « لویه څارنوالي تل هڅه کوي قانون یو شان پلی او عدالت تأمین کړي.» نوموړي زیاته کړه، چې له اداري فساد سره جدي مبارزه یوه بله اړینه مسله ده، چې لویه څارنوالي پرې ټینګار کوي.

 له دې سره سم د وردګ ولایت والي ښاغلي مظفرالدین یمین د یاد شوي پلاوي هرکلی وکړ او د قانون واکمنۍ او د عدالت ټینګښت په برخه کې یې د یاد شوي ولایت د استیناف څارنوالۍ  لاسته راوړنې وستایلې. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د قانون د تطبیق او د عدالت د ټینګښت په برخه کې ولایتي اداره له څارنوالۍ سره هر ډول همکارۍ ته ژمنه ده.

له دې سره سم یاد شوي پلاوي د ولایت په استیناف څارنوالۍ کې د ولایتي شورا له وکیلانو، قومي مشرانو، عالمانو او د مدني ټولنو له استازو سره هم ولیدل. په دغې لیدنه کې د یاد شوي پلاوي مشر عبدالفتاح شفیق وویل، لویه څارنوالي ژمنه ده، چې قانون پر ټولو یو شان تطبیق او عدالت تأمین کړي. نوموړي د ناستې ګډونوالو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې د شکایت ثبتونې د (۱۸۰) شمېرې د معرفي کولو تر څنګ د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ د کړنو او لاسته راوړنو ارزونه، په اداري برخه کې د شته ستونزو پیدا کول او له نورو اړونده ادارو سره د یادې ادارې د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا د یاد سفر موخې بلل کېږي.

په ورته مهال کې د ولایتي شورا وکیلانو د څارنوالۍ کړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې دوی به د قانون واکمنۍ، عدالت ټینګښت او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له یادې ادارې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. دوی د خپلو خبرو په دوام سره د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ ستونزو ته هم اشاره وکړه، چې د څارنوالانو مادي امتیازات او په ولسوالیو کې ودانیو نه شتون یې عمده ستونزې بلل کېږي.

له دې سره سم د مدني ټولنو استازو هم د قانون واکنۍ، عدالت ټینګښت او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ولایتۍ استیناف څارنوالۍ هڅې وستایلې او په همکارۍ سربېره یې هیله څرګنده کړه، چې یادو برخو ته دې لا زیاته پاملرنه وشي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد شوي پلاوي رئیس د ولایتي بندخونې د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به له مرکزي ادارې سره شریکې کړي. 

   

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS