د بدخشان د استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو برخو کړنې او لاسته راوړنې وارزول شوې
د تحقیق چارو کې د لوی څارنوال د مرستیال څارنپوه نورحبیب جلال په مشرۍ پلاوي، د بدخشان د استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو برخو کړنې او لاسته راوړنې وارزولې.
دا پلاوی چې د کنترول او مراقبت، تفتیش، بشري سرچینو، د احکامو د تنفیذ او د حبس د بدیل او مالي چارو ریاستونو له استازو څخه تشکیل شوی، د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۹ یې یاد ولایت ته سفر کړی او له دولتي او سیمه ئیزو مقامونو، مدني ټولنو، علماوو او قومي مشرانو سره یې لیدنه کړې ده.
د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال څارنپوه نورحبیب جلال د بدخشان ولایت له سیمه ئیزو مسؤولانو، مدني ټولنو او قومي مشرانو سره د لیدنې پر مهال، د قانون د تطبیق، د عدالت د ټينګښت، عدلي او قضایي موضوعاتو ته د هېوادوالو د لاسرسي، له داري فساد سره د مبارزې، له دولتي او نادولتي ادارو سره د یادې ادارې د همغږۍ پر څرنګوالي نظارت او د یادو برخو ارزونه د دغې سفر موخه وبلله.
ښاغلي جلال په دغه لیدنه کې وویل، لویه څارنوالي تل د قانون پر یو شان تطبیق، د عدالت پر ټینګښت او د هېوادوالو له حقونو او ازادیو څخه پر دفاع ټینګار کوي. د لوی څارنوال د مرستیال په باور، د څارنوالیو، محکمو، مدني ټولنو او نورو بنسټونو تر منځ همغږي او همکاري له یادې ادارې سره، د قانون د تطبیق او د عدالت د ټینګښت په برخه کې مرسته کولای شي.
د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال، د بدخشان څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د کارکوونکو له لیدنې وروسته وویل: «له مراجعینو سره په درناوي او د انساني کرامت له مخې په ورین تندي چلن کوئ، د دوی قانوني شکایتونه اورئ او پر وخت ورته رسیدګي کوئ.»

همداراز د بدخشان څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د کړنو ارزونه او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د دوی د ستونزو، نیوکو او وړاندیزونو اورېدنه، په دغه ولایت کې د یاد پلاوي د مأموریت یوه برخه وه.
ټاکل شوي پلاوي د یادو ولایت د محبس له مدیرت څخه هم لیدنه وکړه او د بندیانو ژوند او روغتیایي وضعیت یې وارزاوه. د یاد پلاوي رئیس د بندیانو د شکایتونو تر اورېدنې وروسته ژمنه وکړه، چې د هېواد د نافذه قوانینو له مخې به د دوی ستونزو ته رسیدګي وشي.

دغه پلاوي د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس، امنیه قوماندان او امنیتي مسؤولانو سره هم ځانګړې ناسته وکړه او دوی د بدخشان د استیناف څارنوالۍ له همکایو خوښي څرګنده کړه.
