شپږ کسان د غدر په تور محاکمه شول

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د استیناف محکمې، د کډوالو او راستنېدوونکو چارو وزارت شپږ کارکونکي د غدر په تور د ۱۳۹۸ کال د غویي پر لومړۍ محاکمه کړل.
په دغه قضایي ناسته کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو د پلاوي غړي هر یو محمد نادر د محمد سالم او احمد شاه د محمد عارف زوی او د یاد وزارت د اروزنې د پلاوي غړي هر یو عبدالواسع د نظام الدین، ظهر الدین د ګل اقا او محمد صادق د عبدالسلام زوی محاکمه شول.
د دغې قضایي ناستې د پرېکړې پر بنسټ، یاد تورن د ۳۴ میلیونه و ۷۲۵ زره او ۲۵،۲ افغانیو د غدر په تور، د جزا کود د ۸۵ مادې په رعایتولو د جزا قانون د ۲۷۰ مادې دویمې فقرې او د جزایي اجرااتو قانون د ۲۳۷ مادې له مخې، هر یو په یو یو کال او لسو ورځو تنفیذي بند محکوم شول.
د یاودنې وړ ده، چې دغه کسان د یاد مرکز د ابتدایي محکمې له خوا، له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور په دوه کاله تنفیذي بند محکوم شوي و.