شپږ کسان له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستې او غدر په تور محاکمه شول

ago_admin
Wed, Apr 24 2019 8:29 PM
6tn

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د استیناف محکمې، شپږ کسان له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او غدر په تور د ۱۳۹۸ کال د غویي پر څلورمه په علني ډول محاکمه کړل.

په دغه قضایي ناسته کې، د میدانوال امرخيل شرکت رئیس محمد عالم د محمد علم زوی، د ملي بس د اول نمبر تصدۍ رئیس غوث الدین د پنجې بای زوی، د ملي بس د دویم نمبر تصدۍ رئیس محمد آصف د محمد افضل زوی، د ملي بس د تصدۍ د محاسبې آمر عبدالغفور د عبدالحمید زوی، د ملي بس د دویمې حوزې د حوالو مدیر ګلمیر د عبدالصمد زوی او د ملي بس د درېیمې حوزې د حوالو مدیر محفوظشاه د محبوبشاه زوی محاکمه شول.

د دغه قضایي ناستې پلاوي، محمد عالم او عبدالغفور په غدر کې د لاس لرلو په تور، د جزا کود د ۱۷ او ۳۹۸ او د جزایي اجرااتو قانون د ۲۷۳ مادې په رعایتونې، هر یو د جزا قانون د ۳۹ او ۲۷۰ مادې له مخې په یو کال او شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړل. پر دې سربېره محمدعالم د شل میلیونه و ۱۹۷ زره او ۱۹۸ افغانیو په ورکړه هم محکوم شو.

همداراز د یادې ناستې د قضایي پلاوي د پرېکړې پر بنسټ، ګلمیر او محفوظشاه د غدر په تور د جزا کود د ۱۷ او د جزايي اجرااتو قانون د ۲۳۷ مادې په رعایتونې، د جزا قانون د ۳۹ او ۲۷۰ مادې له مخې په شپږ شپږ میاشتو تنفذي بند محکوم شول.

محمد آصف او غوث الدین له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور، د جزا کود د ۱۷ مادې په رعایتونې، هر یو د جزا قانون د ۲۵۸ مادې له مخې د دوولس زره افغانیو نغدي جریمې په ورکړه محکوم شول.

همدا ډول د دغې قضایي ناستې رئیس، د جزایي اجرااتو قانون د ۱۹مادې له مخې، د ملي بس د تصدۍ د کنترول مدیر مبارکشاه، د ملي بس د تصدۍ رئیس غلام حضرت او د مالي وزارت د قراردادونو د ارزونې مسؤولان، چې یاد قراردادونه یې د قانون د احکامو د رعایتونې پرته منظور کړي، د عدلي تعقیب وړ وګڼل.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS