د لویې څارنوالۍ د عالي شورا غونډه وشوه

ago_admin
Sun, May 12 2019 8:37 PM
ali shora

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوی څانوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ، د ۱۳۹۸ کال د غویي پر ۲۲ وشوه.

د غونډې په پیل کې، د بامیان د استیناف څارنوالۍ پر استهدایه چې د نقلیه وسایطو اړوند، څوک چې د جزا کود د (۵۶۰) مادې له مخې محاکمه کېږي؛ خو د نقلیه وسایطو د برخلیک په اړه یې حکم نه صادرېږي، بحث وشو.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د یادې موضوع د څېړنې لپاره دې د لویې څارنوالۍ د تدقیق او مطالعاتو ریاست ته دنده ورکړل شي، ترڅو د مالیې وزارت او د ترافیکو ریاست په همکارۍ یاده موضوع وارزوي او د عالي شورا په راتلونکې ناسته کې دې یې راپور وړاندې کړي.

همداراز پرېکړه وشوه، چې د بامیان د استیناف څارنوالۍ ریاست دې د هغه نقلیه وسایطو په اړه، چې څښتن يې قانوني سند نشي وړاندې کولای، د قانون د احکامو او قضایي چلن له مخې اجراات وکړي.

د غونډې په بله برخه کې، د بلخ د استیناف څارنوالۍ پر استهدایه چې د دولتي او شخصي ځمکو د غصب په اړه وه، بحث وشو.

عالي شورا په دې اړه پرېکړه وکړه، چې له دې وړاندې د سترې محکمې عالي شورا په ۱۳۹۷/۱/۱۵ نیټه د خپلې ۸۲ ګڼې مصوبې له مخې، د ځمکو د غصب  قضیو د څېړنو ځانګړې محکمې جوړې کړې چې له مخې یې په هر ولایت کې د ځمکو د غضب قضیو د څېړلو څارنوالۍ هم جوړې شوې دي. همدارنګه عالي شورا د مالي او اداري چارو مرستیالۍ ته دنده ورکړه، تر څو د اړونده  څارنوالانو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي.

د غونډې په بله برخه کې د (۲۷۹۲) جلده دوسیو په اړه بحث وشو. ویل کېږي، چې د ۱۳۸۱ او ۱۳۹۱ کلونو تر منځ د جنحې قضیې او د ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۷ کال پورې د قباحت دوسیې په تخنیکي ارشیف کې ساتل کېږي.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د لویې څارنوالۍ د تدقیق او مطالعاتو، تفتیش، کنترول او مراقبت ریاستونو له استازو دې یوه کمېټه جوړه شي، تر څو په اړه یې لازم او قانوني تصمیم ونیسي.

د غونډې په بله برخه کې د کنړ ولایت د استیناف څارنوالۍ پر استهدایه چې د څارنوالۍ له خوا د سترې محکمې د مقام وارداتي حساب ته د محکوم بها  اړوند مبلغ استول کېږي، بحث وشو.

عالي شورا د استهدایو د کمېټې د نظر د تائیدولو تر څنګ پرېکړه وکړه، چې اړونده څارنوالۍ دې د جزایي اجرااتو قانون د ۳۴۳ مادې له مخې اجراات وکړي او له محکوم بها څخه د تر لاسه شوي مبلغ په اړه دې اړونده محکمو ته ډاډ ورکړي.

د غونډې په بله برخه کې، د تدقیق ریاست او په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ د عسکري چارو مرستیالۍ د عسکري جرمونو د احصایې د پلان پر استهدایه بحث وشو. د نظامي جرمونو په اړه د استهدایو د مؤظفې کمېټې د نظر او د جزا کود د لومړۍ ګڼې په ضميمې، د لمسې مادې لومړۍ فقرې د مصرحاتو په پام کې نیولو سره، چې د نظامي منسوبینو خپل سري غیابت تر یو کال پورې د عدلي تعقیب وړ نه دی ګڼل شوی او د قطعي حکم د صادرېدو مخکې یا وروسته د جزا کود د ۱۷ مادې درېیمې فقرې له مخې دې داسې قانون نافذ شي، چې محکوم شوی تورن پکې مجازات نشي او د هغوی متوقف تنفیذ شوی حکم او مرتب جزایي اثار له منځه یوړل شي.

د عالي شورا غونډې ته د یادې کمېټې نظر، د تائید وړ وګرځید.

د دغې غونډې په بله برخه کې، د کندهار استیناف څارنوالۍ اړوند، د عبدالبصیر د محمد نعیم زوی د وهلو ټکولو قضیې پر استهدایه بحث وشو.

دا چې د جزا کود د جزايي اجرااتو قانون تر نافذېدو وروسته نافذ شوی او د جزایي اجرااتو قانون د ۶۳ مادې اټکل شوي موارد پکې په پام کې نه دي نیول شوي؛ نو عالي شورا د تقنین کمېټې ته دنده ورکړه، چې د یادې موضوع د تعدیل طرحه عدلیې وزارت ته واستوي.

د عالي شورا په پای کې، د مرکز او ولایتونو ۵۸ په شرایطو برابرو څارنوالانو ته د څارونکي کادري درجې تصویب شوې.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS