د لویې څارنوالۍ ۱۲۷ کارکوونکو ته اداري او مسلکي روزنه ورکړل شوه

ago_admin
Thu, Jun 20 2019 1:14 PM
شلح

دغه کارکوونکي په اوو لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو کې چې د ۱۳۹۸ کال د غویي او غبرګولي میاشتو کې جوړ شوي و، وروزل شول.

دغه پروګرامونه د لویې څارنوالۍ د اداري او مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، تخصصي او مسلکي زده کړې د زیاتوالي او د اجرااتو د اغیزناکې پایلې په موخه جوړ شوي و.

دغه روزنیزو پروګرامونه د بېلابېلو موضوع ګانو په اړه لکه: کړنې او ارزونې، اداري مراسلات، ښه او مسلکي چلن، مدیریتي دندې، د اداري اجرااتو قانون، پلان جوړونې او راپور لیکنې په اړه و، چې په لړ کې یې د وړکتون د ښوونکو روزنیز پروګرام هم شامل و.

په دغه پروګرامونو کې د مالي او اداري، اداري فساد، خدمتونو او نظامي کدر پرسونل، نړیوالو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ، کنترول او مراقبت، د ماشومانو له سرغړونو سره د مبارزې، پر ازادۍ محرومو ځایونو د نظارت، د څلورو زونونو د ریاستو کارکوونکو او د وړکتون ښوونکو ته روزنه ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې لویه څارنوالي د خپلو کارکوونکو او مسلکي څارنوالانو د ظرفیت لوړونې په موخه، په مرکز او ولایتونو کې پرلپسې ورته روزنیز پروګرامونه جوړوي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS