د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته وشوه

ago_admin
Sun, Jul 21 2019 10:07 PM
shora

د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۳۰ وشوه.

د عالي شورا په پیل کې، د ۱۳۹۷/۱۲/۲۱ نیټې د ۱۴۷۳ شمېرې وړاندیز چې د محبسونو عمومي ریاست د کشف او اوتراتیفي مدیریت له خوا، د یو لړ هغه څیزونو په اړه چې د محبوسینو په هستوګنځيو او خونو کې د پلټلو پر مهال لاس ته راغلي، بحث وشو.

عالي شوار پرېکړه وکړه، چې د کورنیو چارو وزارت د محبسونو او حقوقو ریاست، د یاد وزارت له ازادۍ محرومو ځایونو او د احکامو د تنفیذ او حبس د بدیل عمومي ریاستونو له پلاوو څخه دې کمېټه جوړه شي یاده موضوع دې و ارزوي او راپور دې په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

د ناستې په بله برخه کې، د لویې څارنوالۍ د ۱۰۷ هغو اداري او مسلکي کارکوونکو د ګمارني په اړه خبرې وشوې، چې د ناروغتیا او غیابت له امله منفک شوي و او اوس د بیا ګمارنې غوښتونکي دي.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست ته دنده وسپارله، چې د نورو وړ کسانو په شان دې دوی ته هم د ازاد رقابت له لارې د مسلکي او اداري بستونو د ازموینو په بهیر کې د شمولیت حق ورکړي.

د ناستې په بله برخه کې، د کندز د استیناف څارنوالۍ د استهدایي په اړه، چې د توظیف شوي څارنوال څخه د شکایت او قضایي قضیې د څېړنې د تبدیلۍ په اړه وه، بحث وشو.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د عارضینو د شکایتونو د حل په برخه کې اړونده استیناف څارنوالي دې د پخواني څارنوال په تبدیلۍ سره اجراات وکړي یا هم یاده پروسه دې تر بشپړ نظارت لاندې ونیسي. هغه مهال چې د دوسیې د قضایي حوزي تبدیلي د بحث وړ وي، استیناف څارنوالي کولای شي د دوسیې تبدیلي د موجه دلیلونو په راوړلو او د جزایي اجرااتو قانون د ۱۴۷ مادې د صراحت له مخې، لویې څارنوالۍ ته وړاندې کړي.

د ناستې په پای کې، د لویې څارنوالۍ د ۱۰۱ کسانو ملکي مسلکي او نظامي غړو د څارونکو کادري درجې، د عالي شورا د تائید وړ وبلل شوې.  

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS